Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د فېلېپين پوځ:د ماراوی ښار کړکېچ پای ته رسېږي

د فېلېپین د پوځ یو ویاند ویلي چې په سیمه کې د داعش مشرتابه د سرچینو د کموالي او اړیکو خرابېدو له امله له ماتې سره مخ دی.

د فېلېپین یوه پوځي چارواکي د دوشنبې په ورځ ډاډ ورکړ په ماراوي ښار کې پر داعش ډلې د حکومت بری نه ماتېدونکې ده.

 دغه چارواکي ویلي چې د دغې ډلې په منځ کې مالي او د پرېکړې په اړه ستونزې شتون لري.

په همدې حال کې د داعش له کلابندۍ څخه د ولسي وګړو د ژغورنې په عملیاتو کې، یو ماشوم او څلور تنه نور ژغورل شوي دي.

یوه فېلېپيني چارواکي د دې پخلی کړی چې د کلابندۍ له پیله بلواګرو د برمته شویو کسانو د سر په پرې کولو لاس پورې کړ.

د دوشنبې د ۲۹۰ بلواګرو، ۷۰ سرتېرو او ۲۷ ولسي وګړو په ګډون د مرګ ژوبلې شمېر ۳۸۷ تنو ته رسېږي.

په ورته وخت کې د ښوونې ریاست یوه چارواکي ویلي چې هغوی د مارواي له ښار څخه ۱۴۰ ښوونکي لېږدولي.

د داعش ډلې او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښته په ماراوی ښار کې د دې لامل شو چې د دغه هېواد ولسمشر د میندانایو ټاپو په ګوټ ګوټ کې د جګړې قانون اجرا کړي.

د دوشنبې د ۲۹۰ بلواګرو، ۷۰ سرتېرو او ۲۷ ولسي وګړو په ګډون د مرګ ژوبلې شمېر ۳۸۷ تنو ته رسېږي. یوه فېلېپيني چارواکي د دې پخلی کړی چې د کلابندۍ له پیله بلواګرو د برمته شویو کسانو د سر په پرې کولو لاس پورې کړ.

شریک یي کړئ