د جوماتونو لسګونه ملا امامان بروکسل ته تلي دي تر څو اروپايي هېوادونو ته د اسلام له لورې د سولې پیغام وړاندې کړي.
دوی وايي، هغو هېوادونو ته به سفر وکړي چې په دې وروستیو کې له ترهګریزو بریدونو سره مخامخ وو او دې هېوادونو ته به ووايي چې اسلام د سولې او دوستۍ دین دی نه د تاوتریخوالي.
په فرانسې هېواد کې د جومات ملا امام، حسین درویشي وايي:"زموږ موخه له فرانسې، بلجیم، آلمان، ایټالیا او پرتګال څخه دا پیغام رسول دي چې اسلام د سولې دین دی، نه یوازې چې په خبرو کې بلکې په عمل کې هم دسولې او آشتي دین دی."
د اسلامي چارو سلاکار، فتحالله زیاتوي:"د یوې ټولنې له منځه وړل د منلو وړ نه دي، موږ نه باید هغه ټولنې چې کلونه یې په اقتصاد، سیاسي او فرهنګي مسایلو کې ګډ وو، له منځه یوسو."
ده په داسې حال کې ده چې د فرانسې، آلمان، بلجیم او نورو اروپايي هېوادونو د داعش ډلې له منځه وړو په موخه د امریکا متحده ایالاتونو له دریځ څخه اعلان کړی.
دا هېوادونه په وروستیو کلونو کې د ترهګریزو بریدونو ښکار شول.