د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر زوی، ډونالنډ ټرمپ جونیور وايي له روسي وکیل سره د نوموړي له لیدنې په اړه یې پلار مالومات نه درلودل.
دی مني چې یوه روسي وکیل ورته ویلي وو د هېلاري کلنټون په اړه به مالومات ورکړي او دا مالومات به په ټاکنو کې د ټرمپ په ګټه وي.
ده په دې اړه وویل:"که د هغې مالومات مشکوک او یې ملي امنیت ته ګواښ وی نو ما به چا ته خبر ورکړی وه، خو زما په آند هغه مالومات مهم نه وو."
په همدې حال کې روسي وکیل، نتالیا ویسلنیتسکایا چې د ټرمپ زوی یې یادونه کوي، وايي چې مالومات یې نه درلودل.
دی زیاتوي:"دا ادعا سمه نه ده. هغه ته مې ويلي وو چې مهم مالومات لرم؛ خو داسې مالومات مې نه درلودل.
په همدې حال کې امریکا سنا یو غړی له روسي وکیل سره د ټرمپ د زوی لیدنې په اړه نیوکه کوي.
سناتور، لیندزي ګراهام څرګندوي:"د ټرمپ زوی اوس سیاست ډګر ته راغلی دی او شاید له قوانینو خبر نه وي، خو یو بهرنی هېواد ستاسو ټاکنو کې مداخله کوی، ستاسو ځواب باید نه ووسي."
دا په داسې حال کې ده چې امریکايي چارواکي د ټرمپ د نېږدې کسانو د بهرنیو اړیکو په اړه څېړنې کوي.