Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سټولټنبرګ،د ناټو غړي هېوادونه باید د ترهګرۍ په وړاندې سمبال شي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټبرګ د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۳ مه) د ناټو له غړو هېوادونو څخه وغوښتل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې بسیج او سمبال شي.

هغه وویل چې د برېټانیا په منچسټر ښار کې وروستي برید کې چې په هغه کې ۲۲ تنه ووژل شول او څه باندې ۵۰ زره تنه نورو ټپیان شول د دې ښودنه کوي چې د ناټو غړي هېوادونه باید د ترهګرۍ په وړاندې ګډو پیغام وښيي چې هغوی د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې لپاره ټول یوه تګلاره لري.

سټولټنبرګ څرګنده کړه چې ناټو به د روسیې د هر ډول احتمالي یرغلي اقدام په اړه درېدنه وکړي.

د ناټو غړو هېوادونو مشران په بروکسل کې سره راغونډ شوي ترڅو د ناټو غړو هېوادونو د دفاعي بودیجې د زیاتوالي او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د اړوندو هېوادونو د ژمنو په اړه خبرې اترې وکړي.

په دغې غونډه کې، د ناټو سرمنشي له امریکا او د ناټو د یو شمېر نورو غړو هېوادونو څخه چې دفاعي بودیجه یې زیاته کړې،هرکلی وکړ.

سټولټنبرګ په دې اړه وویل:«زه د امریکا حکومت له بودیجې چې د امریکايي ځواکونو د زیاتوالي او په اروپا کې د پوځي بېخ‎بنسټونو د جوړېدو لپاره وړاندیز شوې، هرکلی وکړم.ناټو د هر ډول احتمالي یرغلي کړنې او د سولې ټینګښت ته ژمن دی.»

د ناټو دغه لوړپوړی چارواکی په ځینو اروپايي هېوادونو کې چې د دغه تړون غړيتوب لري د ترهګریزو بریدونو له زیاتوالي اندېښنه وښودله.

سټولټبرګ زیاته کړه:«موږ باید یو ګډ پیغام واستو چې موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې، د یو بل ترڅنګ درېدلي یوو.»

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر اروپايي هېوادونه چې د دغه تړون غړيتوب لري، له څو کلونو راهیسې د داعش پر ضد د ائتلاف له امله،د ترهګریزو بریدونو شاهد وو، چې ډېری ولسي وګړي د دغو بریدونو قرباني شوي دي.

شریک یي کړئ