د سویلي کوریا چارواکي وايي چې د شمالي کوریا لخوا د لیريواټنویشتونکی توغندی د دې هېواد پلازمېنې پيانګیانګ له شمال ختیځې سیمې، کوسونګ څخه توغول شوی چې ۷۰۰ متره په هوا کې وه.
شمالي کوریا روان زیږدیز کال کې څو توغندي ازمویلي چې له ځانه سره یې ډېر غبرګونونه درلودل او له همدې امله د امریکا او دې هېواد ترمنځ ناندرې هم زیاتې شوې دي.
په همدې حال کې تېره میاشت کې د شمالي کوریا دوه توغندي په ازموینه کې ناکامه وو.
دا ازموینه په داسې حال کې ترسره کيږي چې د شمالي کوریا یوه جګپوړي چارواکي تېره ورځ وویل، په مناسبو شرایطو کې له امریکا سره خبرو اترو ته چمتو دي.
اوسمهال امریکا متحده ایالات او سویلي کوریا د وروستي ازمویل شوي توغندي پر څرنګوالي کار کوي.
شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د بالستیک توغندیو له ازموینې منع شوې ده.