د عراق پوځي چارواکي وايي چې د دوی پوځیانو د بریدونو په ترڅ کې موصل ښار کې ۲۵ زره د داعش ډلې وسلهوال وژل شوي دي.
د یادو ځواکونو یو قومندان، جنرال، عبدالامیر رشید یارالله نن(دوشنبې د چنګاښ۲۶مه) وویل چې د عراقي ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ۴۵۰ تنه د داعش ځانمرګي بریدګر هم وژل شوي دي.
ده زیاته کړه چې ۱۳۰ د بېپیلوټه الوتکې بریدونه هم پر داعش ډلې ترسره شوي
د موصل ښار په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د داعش ډلې لاسته ولوید او دا ښار یې د خپل مرکز په توګه وټاکه.
عراقيٍ ځواکونو د تېر کال اکتوبر میاشت کې د امريکايي ځواکونو په ملاتړو د یاد ښآر بیا نیونې په موخه پوځي عملیات پیل کړل او په دې وروستیو کې یې موصل له داعش وسلهوالو آزاد کړ.
د عراق لومړي وزیر، حیدر عبادي یوه اوونۍ مخکې اعلان وکړ چې ځواکونه یې د موصل نیونې عملیاتو کې بریالي وو.