Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عراقي ځواکونو د موصل لویدیځ بیانیونې جګړه پیل کړه

د عراق لومړي وزیر، حیدر عبادي اعلان کړی چې د موصل ښار لودیځې برخې نیولو په موخه پوځي عملیات پیل شوي دي.

یاده برخه لا هم د داعش وسله‎والو په ولکه کې ده.

د راپورونو له مخې د داعش ډلې پر وړاندې به دا د عراقي ځواکونو تر ټولو سخت پوځي عملیات وي. کابو څلور میاشتې مخکې عراقي ځواکونو له داعش ډلې د موصل ښار نیونې په موخه پوځي عملیات پیل کړل چې د یادې ډلې له مقاوت سره مخامخ شول.

عبادي وايي:«زموږ پوځیانو د ملکي کسانو د ژغورنې په موخه هڅې کوې تر څو د داعش له ترور سره مخامخ نشي.»

دی زیاتوي:«زموږ ځواکونو د عملیاتو نوی پړاو پیل کړی دی. موږ راځو چې د موصل لوېدیځه برخه وژغورو.»

له بلې خوا ملګرو ملتونو د ملکي کسانو د ژوند ژغورلو ته د لومړي‎توب ورکړې غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي دي چې عراقي ځواکونو د موصل ختیځې برخې نیولو پر وخت هم د ملکي کسانو ژوند ژغورلو ته لومړي‎توب ورکړی وه.

سره له دې د موصل په لویدیځ کې چې تر ټولو تنګې کوڅې او سرکونه لري، پوځي عملیات له ستونزو ډک ښکاري.

موصل په عراق کې د داعش ډلې تر ټولو لوی مرکز دی چې د نیولو په موخه یې په مني کې پوځي عملیات پیل شول.

د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي دي چې عراقي ځواکونو د موصل ختیځې برخې نیولو پر وخت هم د ملکي کسانو ژوند ژغورلو ته لومړي‎توب ورکړی وه

شریک یي کړئ