د فرانسې پولیسو وايي، یو کس په داسې حال کې وژلی دی چې غوښتل یې له یوه سرتېري وسله وتښتوي.
فرانسوي چارواکي څرګندوي چې دې یرغلګر کس د پاریس ښار په اورلي هوايي ډګر کې پر یوه سرتېري برید وکړ او غوښتل یې چې وسله یې ترې واخلي.
وروسته له دې پېښې پولیسو په هوايي ډګر کې د دې پېښې څرنګوالي په موخه عملیات پیل کړي دي.
د یرغلګر کس پېژاند په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.
تېر کال د پاریس مرګوني بریدونو وروسته اوسمهال د دې هېواد په بیلابیلو برخو کې سرتېري ځای پر ځای شوي دي.