Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لندن کې پر موټر د یوه تن وژل کېدل او څوتنو ټپي کېدل

په لند کې یوه کس له موټر سره یو کس لاندې او وواژه، څو تنه نور یې ټپیان کړل.

د لندن پولیس وايي چې د ښار په شمال کې پر موټر د پلي کسانو لاندې کولو وروسته اوس‎مهال په سختې تابیاوې نیول شوې دي.

تر اوسه پورې له دې پېښې ۸ تنه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

پېښه یک‎شنبې ماښام(د غبرګولي۲۸مه) د "فینزبری پارک"جومات ته څېرمه شوې، د برېټانیا په دې سیمه کې تر ډېره مسلمان وګړي ژوند کوي.

پولیسو وايي چې د پېښې په تړاو یو تن نیول شوی دی.

د پېښې شاهدان وايي چې د لمانځه له موخه ډېر شمېر کسان په سیمه کې وو، نو ښایې ډېر زیان‎من شوي کسان مسلمانان وي.

د پولیسو چارواکو ویلي دي چې دا یو بېړنی حالت دی. سیمې ته د پولیسو ځواکونه او مرسته کوونکي رسېدلې دي.

لندن کې د "فینزبری پارک" جومات ته نېږدې یوه کس پر پلو کسانو موټر ځغلولی دی، چې له امله یې یو کس وژل شوی او ۸ تنه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي

شریک یي کړئ