Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سعودي عربستان کې د ۵ ترهګرو نیول کېدل

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې په مسجدالحرام جومات کې د یوه ځانمرګي برید مخنیوی شوی.

د سعودي عربستان چارواکي څرګندوي، یوه ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې په یاد جومات کې خپلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړي، د امنیتي ځواکونو لخوا نلوی شوی دی.

دا چارواکي زیاتوي چې بریدګر د امنیتي ځواکونو لخوا په یوه کور کې تر کلابندۍ وروسته هماغه ځای کې خپلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

په دې چاودنه کې یوولس کسان ټپيان شوي دي او یاد کور هم له ویجاړ شوی دی.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت همداراز په مکې او جدې ښارونو کې د یوې میرمنې په ګډون د پنځو ترهګرو له نیول کېدو هم خبر ورکوي.

سعودي عربستان کې د ۵ ترهګرو نیول کېدل

د سعودي عربستان چارواکي خبر ورکوي چې په دې هېواد کې یې ۵ ترهګر نیولي دي او یوه تنه ځانته د پولیسو تر کلابند کېدو وروسته چاودنه ورکړې

شریک یي کړئ