Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مسکو کې د پوتین پر ضد لاریون

په داسې حال کې د مسکو سیمه‎ييزو چارواکو د لاریون اجازه نه وه ورکړې، نېږدې زرو کسانو مسکو کې د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین پر ضد پر لاریون لاس پورې او د نوموړي لخوا یې د سیاسي مخالفینو پر ځپلو نیوکه وکړه.

دې لاریون کوونکو د سیاسي بندیانو خوشې کولو او د فساد ضد شعارونه ورکول.

یوه اعتراض کوونکي وویل:"پوتین! نور بس ده. جګړه، تیاره سوچ او د چچن له ولسمشر سره همکاري."

دا لاریون د پوتین ضد لاریون پنځمې کلیزې لمانځنې په موخه شوی وه، هغه مهال ډېر شمېر کسان نیول شوي وو.

یو تن محصل، دانیل روزوسکي وویل:"زه د مارچ میاشتې ۲۶مې لاریون کې ونیول شوم. دا کارونه غیر قانوني دي. ټول هغه کسان چې نن دې ځای ته راغلي دي هوښیار دي او نه غواړي چې شیطان په دې هېواد کې ځواک کې پاتې شي. باید اوایم چې زموږ آزادي زیات ارزښت لري."

په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې هم کله چې پوتین د درېیم ځل لپاره د ولسمشرۍ لوړه کوله یو شمېر کسانو یې پروړاندې لاریون وکړ چې پولیسو یې مخه ونیوه.

خبریال، الساندر لوشاوین څرګندوي:"زموږ په هېواد کې د خلکو حقوق په اساسي قانون کې راغلي دي تر پښو لاندې کېږي. لاریون د خلکو خبرو لپاره لویه موکه ده. باید په دې اړه خبرې وشي. موږ ډېر سیاسي بندیان لرو."

د روسیې ولسمشر مخالفین د دې هېواد په ټاکنو کې د پوتین احتمالي نوماندېدو باندې نیوکې لري، خو د روسیې حکومت رسمآ نه ده منلې چې دی په ټاکنو کې ګډون کوي.

مسکو کې د پوتین پر ضد لاریون

مسکو کې د پوتین یو شمېر مخالفینو د نوموړي پرضد د لاریون په ترڅ کې د ده د سیاسي سیالانو پر ځپلو سیاست نیوکې وکړې

شریک یي کړئ