Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

موصل کې عراقي ځواکونو پرمختګ کړی دی

عراقي ځواکونه وايي چې د موصل پر زاړه ښار کې یې د دوشنبې پر ورځ د پوځي عملیاتو په ترڅ کې نوط لاسته راوړنې درلودې.

د روېټرز خبري آژانس د راپور له مخې عراقي ځواکونو ویلي دی چې د زاړه ښار آزادولو په موخه به نوې لارې چارې پام کې ونیسي، امریکایې چارواکو هم ویلي چې په دې لارو چارو کې د زاړه ښار آزادول شامل دي.

عراقي پولیسو د خبرپانې په خپرولو سره ویلي دي:«د دې هېواد فدرال او د چټک غبرګون ځواکونه د زاړه ښار سویل لویدیځ پر لور پرمختګ کوي.»

د فدرال پولیسیو قومندان، ډګر جنرال راعد شاکر جاوید ویلي دي چې د هوایې ځواکونو په ملاتړ یې نوې لاسته راوړنې درلودې او خپلو موخو ته یې سخت ګوزار ورکړی دی.

دی زیاتوي:«زموږ هڅې د ملکي کسانو د کورنو، بنسټېزو ځایونو او خلکو ساتنې په موخه روانې دي.»

د فدرال پولیسو یوه افسر روېټرز خبري آژانس ته ویلي دي:«زموږ عملیاتو موخه دا وه چې د زاړه ښآر سیمې کلابندې کړو تر څو نور داعشیان ښار ته دننه نشي.»

موصل کې عراقي ځواکونو پرمختګ کړی دی

د فدرال پولیسیو قومندان، ډګر جنرال راعد شاکر جاوید ویلي دي چې د هوایې ځواکونو په ملاتړ یې نوې لاسته راوړنې درلودې او خپلو موخو ته یې سخت ګوزار ورکړی دی

شریک یي کړئ