د ناټو لوی منشي، ینس استولتنبرګ اوکرائین ته د خپل سفر په ترڅ کې وايي چې د مسکو باید د منسک هوکړې ته ژمن وي او له مخې یې باید په دې هېواد کې د بیلتونپالو له ملاتړه لاس واخلي او ترڅنګ یې باید له پولو هم خپلې درنې وسلې وباسي.
ده ویلي دي چې له اوکرائیني چارواکو سره یې د ناټو تړون غړیتون په موخه او ختیځ کې د نا امنیو په اړه خبرې کړې دي.
ښاغلي ینس استولتنبرګ څرګنده کړې ده:"روسیه باید زرګونه سرتېري او درنې وسلې له پولې وباسي او له وسلهوالو د ملاتړ دې هم لاس واخلي، ناټو د اوکرائین ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ لپاره پر خپلو ژمنو ولاړه ده."
په دې لیدنه کې د اوکرائين ولسمشر، پتروپروشینکو هم ناټو تړون کې د خپل هېواد شاملېدو په اړه خبرې تائید کړې دي.
ده ویلي دي:"نن مو په روښانه توګه څرګنده کړه چې د ناټو غړو هېوادونو تړون کې د اوکرائین غړېتوب وړاندېز په اړه مو خبرې کړې دي."
که څه هم چې د اوکرائين ناورین څخه مخکې د دې هېواد وګړي د ناټو تړون کې د خپل هېواد شاملېدل نه غوښتل، خو وروسته له دې چې د کریمیې ټاپو د روسیې خاورې سره یوځای شوه، اوس یې دا غوښتنه مطرح کړې ده.
په اوکرائین کې د ټولپوښتنې له مخې د دې هېواد ۶۹ سلنه وګړي د ناټو په تړون کې د شاملېدو غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې دا شمېر مخکې ۲۸ سلنه وه.