هند په یوه ماموریت کې فضا ته د ۱۰۴ سپوږمکیو په لېږلو کې نړیوال ریکارډ ثبت کړ.
مخکې له دې روسیې په ۲۰۱۴ زیږدیز کال د یوه ماموریت په ترڅ کې ۳۷ سپوږمکۍ فضا ته لېږلې وې او د دې لرۍ تر ټولو لوړ ریکارډ وه.
۱۰۴ سپوږمکیو له ډلې چې هند فضا ته لېږلې ۱۰۱ یې د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتونو وې.
دا ماموریت د هند له ختیځ "سریهاریکوتا" فضايي اډې څخه ترسره شوی.
کارپوهان په دې باور دې چې دا کار د فضايي څو ملیارډ ډالري صنعت اصلي لوبغاړي په توګه د هند ښکارندويي کوي.
د هند فضايي بنسټ په نړۍ کې لویه دولتي اډه شمېرل کېږي چې دا هېواد یې تر ډېره موخه د فضايي ټنکنالوژۍ پرمختګ او د ملي ګټو په موخه یې کاروونه بولي.