Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرامپ:په ملګرو ملتونو کې د امریکا سیاست به بدلون ومومي

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ د جمعې په ورځ په خپل ټوېټر پاڼې لیکلي وو له دې وروسته کله چې هغه په رسمي توګه د امریکا د ولسمشر په توګه سپینې ماڼۍ ننوځي،په ملګرو ملتونو کې به د امریکا سیاست بدلون ومومي.

ټرامپ د امریکا د ولسمشر په توګه د خپل کار پیل ته اشاره کړې او داسې یې لیکلي دي:«د جنورۍ له ۲۰ مې څخه وروسته په ملګرو ملتونو کې د امریکا سیاست به متفاوته وي.»

دغه ټوېټري پیغام له هغې وروسته لیکل کېږي چې موده وړاندې د امریکا متحده ایالاتو، د ملګرو ملتونو یو پرېکړه لیک چې په فلسطین کې د اسرائیلو د ښارګوټو د جوړولو د چارو د درېدو لپاره نیول شوی وه،له ردېدو څخه ډډه وکړه.

د امریکا له خوا د دغې پرېکړې نه ردېدل د دې لامل شول ترڅو نوموړی اقدام د ۱۵ له ډلې څخه له ۱۴ مثبتو رایو سره تصویب شي.

د ملګرو ملتونو د شورا په دغه اقدام کې راغلي چې اسرائیل باید ژر تر ژره د بیت المقدس په ګډون د فلسطین په خاوره کې د ښارګوټي د جوړولو ټولې چارې ودروي.

ټرامپ چې ژمنه کړې چې بیت المقدس به د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه وپېژني،هغه د پنجشنبې په ورځ په څرګنده وویل چې واشنګټن باید د خپلې د ردونې له حق څخه استفاده وکړي او د دغه پرېکړه لیک مخه ونیسي.

په یوې بیانیه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې،ټرامپ داسې ویلي دي:«د اسرائیل او فلسطین ترمنځ سوله یوازې د دواړو خواوو د نېغو خبرو اترو له لارې رامنځته کېدای شي،نه د ملګرو ملتونو د شرایطو د لګولو له لارې.»

ټرامپ همدارنګه توند لاری سیاستوال ډېوېډ فرېډمن یې  په اسرائیلو کې د امریکا د سفیر په توګه وټاکه.

فرېډمن ویلي چې امریکا به په اسرائیلو فشار را نه وړي ترڅو په لوېديځه ترانګه کې د خپل ښارګوټو د جوړونې چارې ودروي.

شریک یي کړئ