Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ پر ایران نوي بندیزونه ولګول

وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر ډونالنډ ټرمپ پر ایران نوي بندیزونو ولیګول د دې هېواد دفاع وزیر هم له دې بندیزونو دفاع کوي او وايي چې ایران باید د غبرګون‎پاروونکو کړنو بیه ورکړي.

په همدې حال کې، ایران د واشنګټن بندیزونو په غبرګون کې پوځي تمرینات پیل چې په ترڅ کې یې له نویو آزمویل شویو راکټونو هم کار اخیستل شوی.

د امریکا متحده ایالاتونو په دې وروستیو کې د ایران لخوا د نویو راکټونو آزمویلو په غبرګون کې پر دې هېواد بندیزونه لګولي وو.

دا بندیزونو پر ۱۳ کسانو او ۱۲ بنسټونو لګول شوي دي، ۸ تنه کسان او ۵ بنسټونه د ایران دولت پورې تړاو لري.

امریکا وايي چې دا بندیزونه پر ایران په سیمه او منځني ختیځ کې د نیابتي جګړو او نویو وسلو د ازموینو په غبرګون کې دي.

د سپيڼې ماڼی ویاند، شان اسپایسر په دې اړه ویلي:«موږ د دې  اوونۍ په لومړیو کې اعلان وکړ چې باید لومړني ګامونه پورته کړو د ایران پر وړاندې، نن امریکا ۲۵ بنسټونه او کسان چې له سپاه پاسدارانو څخه ملاتړ کوي تور لیست کې شامل کړل.»

د امریکا متحده ایالاتونو دفاع وزیر هم د یوې ناستې په ترڅ کې ایران په نړۍ کې د ترهګرو لوی ملاتړ وباله، خو وايي چې په منځني ختیځ کې به د امریکا سریتري زیات نشي.

د امریکا متحده ایالاتونو دفاع وزیر، جیمس مټیس څرګندوي:«له هغه ځایه چې ایران د ترهګرو لوی ملاتړی دی، باید چې ایران پوه شي نړۍ یې متوجه  ده موږ له نورو هېوادونو سره دنده لرو چې د نړۍ او سیمې امنیت ته پام وکړو.»

خو ایران د راکټونو پر ازمایښت ټينګار کوي، ایران د امریکا بندیزونو په غبرګون کې پوځي تمرینات کړي.

ټرمپ پر ایران نوي بندیزونه ولګول

په همدې حال کې، ایران د واشنګټن بندیزونو په غبرګون کې پوځي تمرینات پیل چې په ترڅ کې یې له نویو آزمویل شویو راکټونو هم کار اخیستل شوی

شریک یي کړئ