Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان کې یوه ښځه د خپلې لور د وژنې په تور پر اعدام محکومه شوه

پاکستاني چارواکو ویلي دي، محکمې د دوشنبې پر ورځ هغه ښځه پر اعدام محکومه کړه چې خپله لور یې د خپلې خوښې واده کولو په تور ژوندۍ سوځولې وه.

دا ښځه پروین بي بي نومیږي او په محکمه کې یې اعتراف کړی دا چې خپله لور یې د دوی شرمولو یانې د په خپله خوښې واده کولو له امله وژلې ده.

د پولیسو په وینا، وژل شوې ۱۶ کلنه زینت بي بي یوه اوونۍ مخکې له ۲۰ کلن حسن خان سره واده کړی وه.

محکمې همداراز تورنه ښځه پر ۹۳۰۰ ډالرو نقدي جریمه کړې ده او زوی یې هم د جرم شریک په توګه د عمری بند سزا اورولې ده او ترڅنګ یې پر یو نیم میلیون پاکستانۍ کلدارو هم جریمه شوی دی.

په پاکستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر زیات دی او د رسنیو راپور له مخې یوازې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې په دې هېواد کې له زرو ډېرې ښځې د ناموس په نوم وژل شوې دي.

د دې هېواد پارلمان د ناموسي وژنو په اړه نوی قانون تصویب کړ چې له مخې کورنۍ کولی شي د وژنې عامل ته د اعدام حکم وبخښې، خو تورن ته باید د عمري بند سزا ورکړل شي.

د پولیسو په وینا، وژل شوې ۱۶ کلنه زینت بي بي یوه اوونۍ مخکې له ۲۰ کلن حسن خان سره واده کړی وه او وروسته له هغې مور یې ژوندۍ سوځولې ده

شریک یي کړئ