Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر قطر د بندیزونو پر دوام د فارس خلیج د هېوادونو ټینګار

پر قطر د سعودي عربستان،عربي متحده اماراتو او بحرین له بندیزه څو ورځې وروسته، دغو هېوادونو د جمعې په ورځ (د غبرګولي په ۲۷ مه)د دغو بندیزونو پر دوام ټینګار کوي او ویلي یې دي د دې لپاره دغه هېوادونه د قطر د تحریم حق لري چې ملي امنیت یې په ګواښ کې دی.

د دغو درې هېوادونو په یوې ګډه بیانیه کې چې په ملګرو ملتونو کې خپره شوې راغلي دي:«د دې پرېکړه چې له قطر سره اړیکې پرې شي،د دغو خپلواکو هېوادونو حق دی؛ځکه چې دغه هېوادونه د ترهګرۍ او افراط پالنې له اړخه اندېښمن دی او دغه بندیزونه هم د دغو هېوادونو د ملي امنیت د خونديتوب لپاره دی.»

د دغو درې هېوادونو په ګډه بیانیه کې همدارنګه راغلي دي چې هغوی چمتو دي ترڅو له اړوندو چارواکو سره د امنیت، له ترهګرۍ سره په مبارزه کې او د سیمې د خلکو د ثبات او هوساینې د ساتنې لپاره کار وکړي.

په همدې حال کې د سعودي عربستان خبري شبکې ویلي چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر د بریټانیا د بهرنیو چارو له وزیر بوریس جانسون سره په یوې ګډې خبري ناسته کې اعلان وکړ چې هېواد یې له قطر څخه د شکایتونو د یو نوملړ په ترتیب کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال زیږدیز کال په جون میاشت کې،پنځه عربي هېوادونو، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، مصر، بحرین او یمن په یوه وار له قطر سره خپلې سیاسي اړیکې پرې کړې.دغو هېوادونو دوحه تورنه کړه چې له ترهګرۍ څخه ملاتړ کوي.

خو دوحه دغه تورونه ردوي او پر دغه هېواد لګول شوي بندیزونه غیر منطقي بللي دي.

عربي متحده امارات، سعودي عربستان او بحرین د فارس خلیج درې هېوادونه وايي چې پر قطر بندیزونه د ملي امنیت لپاره اړین بولي.

شریک یي کړئ