Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په افغانستان کې د امریکا جګړه له پنټاګون سره د ټرمپ د خبرو چورلیز

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغه هېواد د دفاع وزارت له چارواکو سره د خبرو اترو په ترڅ کې وویل چې له دغو چارواکو څخه یې په افغانستان کې د امریکا د ۱۶ کلنې جګړې په اړه تازه څخه اورېدلي دي.

ښاغلي ټرمپ له پنټاګون سره د خبرو اترو پر مهال له ترهګرۍ سره په ځانګړې توګه له داعش ډلې سره د مبارزې د څرنګوالي واضاحت وغوښت او دغه جګړه یې وستایله.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا تراوسه یې په افغانستان کې د واشنګټن د جګړې په اړه پرېکړه کړې ده که نه، وویل چې رسنۍ به له دې پرېکړې خبر کړل شي.

هغه همدارنګه وویل چې په پنټاګون کې یې له فوق العاده کسانو سره دوه ساعته خبرې اترې وکړې خو ویې نه غوښتل چې د خپلې دغې امنیتي ناستې جزئیات خپاره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د پاکستان نوم یې د هغو هېوادونو په نوملړ کې راوستی چې ترهګرو ته امن پټن‎ځای برابر کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه رپوټ کې پاکستان داسې هېواد بلل شوی چې ترهګرو ډلو ته یې پناه ورکړې او دا ډلې له نوموړي هېواده په افغانستان کې د بریدونو پلانونه کوي.

د دغه رپوټ په یوه برخه کې راغلي اسلام اباد په افغانستان کې د امریکا د ګټو په وړاندې د ګواښونو د کمولو لپاره د افغان طالبانو او حقاني ډلې پرخلاف بسندویه ګامونه نه دي پورته کړي.

شریک یي کړئ