Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په المان کې د یوه لارۍ ډوله موټر په واسطه د ۱۲ تنو وژل

رپوټونه رسوي چې د دوشنبې په شپه،په یوه لارۍ ډوله موټر کې سپاره کس، د برلین ښار د کرېسمس په اصلي بازار کې خلک وهلي چې په پایله کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۵۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

د المان حکومت وايي د پېښې ډېری نښانې ښيي چې پېښه قصدي وه.

د رپوټونو پر بنسټ، د دغه موټر چلوونکی نیول شوی او په دغې پېښه کې د دغه موټر یو مسافر هم وژل شوی دی.

المان په روان کال کې د څو بریدونو شاهد وه چې داعش ډلې د هغه پړه منلې ده.

د دغې پېښې یو شاهد په دې اړه وویل:«یو لارۍ ډوله موټر راغی او خلک یې ووهل.زه هلته وم پېښه مې ولیده او وتښتېدم.د ډزو غږ مې هم وارېد او دوه دقیقې وروسته،پولیس راورسېدل.»

ځینې الماني رسنۍ وايي چې بریدګر یو افغان او یا هم پاکستانی وګړی به وي چې کابو ۱۱ میاشتې وړاندې دغه هېواد ته تللی وه.

هغه د پېښې د سیمې په دوه کیلومټرۍ کې نیول شوی دی.

د برلین د پولیسو ویاند توماس نیونډورف وویل:«د دغې پېښې پس منظر تراوسه روښانه نه دی او زموږ څېړنې دوام ولري.موږ څېړنه کوو چې دغې لارۍ ډوله موټر په دغه بازار کې خلک لاندې کړل.یو تورن هم نیول شوی چې د موټر چلوونکی دی.»

په همدې حال کې الماني چارواکي وايي چې دغه لارۍ له پولنډ څخه المان ته وړل شوې وه ګواکې چې د اصلي چلوونکي څخه یې غلا شوې ده.

د باروړونکي موټر شرکت څېښتن ارېل زوراوسکي وویل:«حاضر یم چې قسم وخوړم چې زما چلوونکي دا کار نه دی کړی.هغه راغلی وه چې خپل موټر تش کړي.ولې د برلین ښار ته ولاړ شي؟ هغه د څو کلونو لپاره زموږ چلوونکی وه.»

دغه پېښه د روان کال په جولای کې د فرانسې په نیس ښار کې د پېښې یادونه وه چې په هغه کې د لارۍ چلوونکي ۸۶ تنه لاندې او ووژل او څه باندې ۴۳۰ تنه یې ټپيان کړل.

شریک یي کړئ