Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بریټانیا کې د ترهګریز برید مرګ ژوبله ۴۴ تنو ته ورسېده

یو بریدګر چې ویل کېږي یوازې وه د بریټانیا د پارلمان ته‎څېرمه د«وسټ منسټر»په پله یې په پلو کسانو موټر ورخېژولی چې په پایله کې یې ۴ تنه مړه او ۴۰ تنه نور ټيپان کړي دي.

ویل کېږي چې وروسته بریدګر د چاکو په ګذار سره یو پولیس هم وواژه او دی په خپله هم د پولیسو په ډزو کې وژل شوی دی.

د نړۍ هېوادونو دغه مرګونی برید یې سخت غندلی دی.

د فرانسې او المان مشرانو د دغه برید له غندلو سره بریټانیا ته یې د مرستۍ وړاندیز کړی دی.

د امریکا ولسمشر هم د قربانیانو کورنۍ ته تسلیت ویلی دی. د پېښې د څېړلو لپاره د انګیستان د پولیسو پلټنې روانې دي.

دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ(د وري په ۲ مه)کابو ۷:۳۰ دقیقې رامنځته شوه.

د رویټرز د رپوټ پر بنسټ،له ځنډ څخه پرته په سیمه کې د پولیسو ځواکونه او مرستندویه ډله حاضره شوه او د پولیسو ځواکونه تر ډېره د پارلمان په مخکې مېشت شول،د لنډن د پارلمان فعالیت ودرول شو او پولیسو هڅه وکړه چې د پارلمان غړي او خلک له دغې سیمې بهر کړي.

د لنډن پولیسو د دې سربېره ټینګار وکړ چې د بریدګر پيژاند څرګند شي،خو د هغه په اړه د ډېرو جزئیاتو له ورکړې ډډه وکړه.

له دې وړاندې،د دغه هېواد رسنیو د بریدګر انځور خپورکړی وه،د الغرباء سازمان ویاند«ابو عزالدین»یې د دغې پېښې مسؤول چې په ۲۰۰۶ کال کې یې ممنوع‎الفعالیت اعلان کړی وه بللی وه.

له بلخوا،د فرانسې چارواکو اعلان کړی چې د لنډن د چهارشنبې شپې په برید کې درې تنه فرانسوي زده‎کړیالان هم ټپي شوي دي.

له دغه برید څخه وروسته،د بریټانیې د لومړي وزیر «ترزامي»په مشرۍ یوه بیړنۍ امنیتي کمېټه جوړه شوه.

شریک یي کړئ