Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پوتین:د سوریې حکومت او مخالفان په اوربند سره سلا شول

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د پنجشنې په ورځ(د مرغومې په ۹ مه)اعلان وکړ چې د سوریې حکومت او د دولت مخالفې ډلې د  دغه هېواد په ګوټ ګوټ کې د اوربند لپاره درې سندونه لاسلیک کړ.

د روسیې ولسمشر د هوکړه‎لیک د لاسلیک په اړه داسې وویل:«درې سندونه لاسلیک شول.لومړنی سند د سوریې دولت او مخالفینو ترمنځ،د عربي سوریې په واکمنۍ د اوربند په اړه دی.دویم سند د اوربند د ساتلو لپاره د ټولو اړینو اقداماتو او تابیاو په اړه دی.»

په همدې حال کې د سوریې رسمي خبري آژانس سانا،د دغه هېواد د ملي پوځ له خولې لیکي:«د سوریې د وسله‎وال پوځ درستیز اعلان وکړ چې یوازې د داعش ډلې او د شام د فتح جبهه(د نصرت پخوانۍ جبهه)او په هغو پورې تړلې ډلې په اوربند کې شامل نه دي.»

ښاغلي پوتین ټينګار وکړ که‎څه د دغه هوکړه لیک ترسره کېدل ماتېدونکی دی؛خو دغه لاسته راوړنه د دې ښودنه کوي چې له ګډو همکاریو سره ستونزې حل کېدای شي.

پوتین وویل:«مسلماً د دغه هوکړه‎لیک اجرايي کېدل ماتېدونکي دي او دغه هوکړه‎لیکونه ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري،په ټول کې باید ووایو، چې په سیمه کې دا زموږ متحدینو د بهرنیو او دفاع وزارتونو ترمنځ د ګډ کار پایله ده.»

ولسمشر پوتین ټینګار وکړ چې روسیه به په سوریه کې خپل پوځي حضور کم کړي.خو په سوریه کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته به دوام ورکړي.

ټاکل شوې ده دغه اوربند د ډسمبر د ۳۰ شپې له نیمايي څخه اجرايي شي.

شریک یي کړئ