Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پولنډ ټرامپ ته:له روسیې سره دامریکا اړیکې باید زموږ په زیان نه وي

د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر د ډونالډ ټرامپ له منطقي دریځ او د هغه له انتقالي دولت له ستاینې سره،ګواښ وکړ چې له روسیې سره د امریکا د اړیکو ښه‎والی باید د پولنډ په زیان پای ته ونه رسېږي.

په داسې حال کې چې امریکا د اوسني حکومت په وروستیو ورځو کې یو ډېر شمېر پوځي ځواکونه یې له تجهیزاتو سره پولنډ ته لېږدولي دي،د دغه اروپايي هېواد د بهرنیو چارو،له روسیې سره د امریکا د اړیکو د ښه‎والي په اړه نظر څرګند کړ.

د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر ویټولډ واشچیکوفسکي د فرانسې خبري اژانس ته وویل:«تاسې نه‎شی کولای چې له روسیې سره د اړیکو د ښه‎والي په اړه له هېچا څخه نیوکه وکړئ.»

هغه زیاته کړه:«موږ د روسیې ګانډي یوو او موږ هم د دغې موضوع غوښتونکي یوو. امریکایانو ته زموږ پیغام دا دی، موږ د واشنګټن – مسکو خوښوو خو زموږ په زیان باید نه وي.»

د پولند د بهرنیو چارو وزیر وړاندې وايي:«د نومبر له اتمې څخه(د امریکا د ټاکنو ورځ)ډونالډ ټرامپ منطقي چلند کوي او د روسیې په اړه ګواښ کوي.»

هغه زیاتاته کړه:«هغوی(د ټرامپ انتقالي دولت)منطقي فکر کوي لکه‎څرنګه چې موږ منطقي فکر کو او د هغوی فکر د نړۍ او له روسیې سره د سیالۍ په اړه،زموږ د نظراتو ته ورته دی.»

د روسیې او لوېدیځ ترمنځ شخړې له دوه کلونو راهیسې زیاتوالی موندلی چې روسیې په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې له اوکراین څخه د کریمې نښلول او په سوریه کې د پوځي عملیاتو پیل د دغه زیاتوالي لامل شوی.

شریک یي کړئ