د لندن پولیسو د تېرې دوشنبې پر مسلمانانو د برید په تړاو د تورن کس، ډارن اوسبوري کور وپلټه.
د نوموړي ګاونډیان څرګندوي، دوی پر ده داسې ګمان نه کاوه چې هغه به داسې کار وکړي.
یوې ګاونډۍ، خدیجې وویل:"موږ مسلمانان د هغه ګاونډي یوو. هغه کولی شول چې پر موږ برید وکړي او هر کار وکړي، یو ځل مې خاوند ورته ډوډۍ ورکوله خو هغې د اخیستو انکار وکړ."
په همدې حال کې برېټانیا مسلمانان له دې کاره په وېره کې غوځېدلي دي.
د یوه قرباني خور، نسیمه څرګندوي:"دا پېښه تاسې په سوچ کې اچوي، دا چې تاسو په هغه ځای کې چې په امن کې یاست، امنیت نشته."
وروسته له پېښې د برېټانیا چارواکو ویلي دي چې پولیس به د جومات شاوخوا ځای پر ځای شي، خو مسلمانان د دې کار پلویان نه دي.
د جومات امام څرګندوي:"موږ د پولیسو له ګزمې مننه کوو، خو نه غواړو چې په دې کار سره د ترهګرو کړنو ته تسلیم شو. جومات یو عمومي ځای دی او موږ غواړو چې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړو."
په دې پېښه کې یو تن ووژل شو او ۹ تنه نور ټپیان شول. په همدې حال کې د برېټانیا مذهبي مشرانو دا برید غندلی دی.