ناسا یا د امریکا د متحده ایالاتو فضايي سازمان ځمکې ته ورته د ۷ نویو سیاریو له کشف څخه خبر ورکوي چې په هغوی کې د ژوند کولو امکان شته.
دغه سیارې د لومړي ځل لپاره د ناسا د اسپیټزر فضايي تلسکوپ په وسیله کشف شوي دي.
ستوري پېژندونکي وايي چې د دغو سیارو اندازه د ځمکې په اندازه ده او هغوی ټول د یوه ستورې په پېر څرخي.
په همدې حال کې څېړونکي وايي شونې ده چې په دغو ټولو سیارو کې به مایع اوبه پيدا شي.
دغه نوې کشف شوې سیارې د «ټرپیسټ یوه»ستوري په شاوخوا چې یوه کم حجمه او د لېږې تودوخې لرونکی ستوری دی را څرخي.
دغه کوچینۍ منظومه له ځمکې څخه د ۴۰ نوري کاله واټن لري.
د ویلو ده چې د دغو سیارو مطالعه د هغو سیارو په پرتله اسانه ده چې د نوراني سیارو ته نېږدې دي.
د دغو سیارو په اړه د څېړونو بل پړاو همداوس د ترسره کېدو په حال کې دی او په دغه پړاو کې د ژوند د مهمو غازونو د پیدا کولو لپاره څېړنې چې د اکسیجن او د متان غاز دي پيل شوي دي.
ستوري پېژوندونکي هیله لري چې ډېر ژر د دغو سیارو د سطحې له نورو رازونو څخه هم پرده پورته کړي.