رپوټونه رسوي چې د چین حکومت یوځل بیا د افغانستان خاورې ته د دغه هېواد د پوځیانو ورتلل رد کړل.
د چین د دفاع وزارت وايي چې د دغه هېواد پوځي وسایط د افغانستان په ځمکه کې ګزمه نه کوي بلکې د دواړو هېوادونو ځواکونه یوازې د پولې په اوږدو کې ګډو عملیات په لاره اچوي.
دا په داسې حال کې ده چې یوه فکري بنسټ په دې وروستیو کې یو رپوټ خپرو کړی او ویلې یې دي چې چینايي ځواکونه د افغانستان په خاوره کې د ترهګرۍ پر ضد ګډ عملیات په مخ بیايي.
په دې اړه په هند کې هم ځينو رسنیو رپوټونه خپاره کړي دي.
چین په بدخشان کې له افغانستان سره ۷۶ کیلومټره ګډه پوله لري.
چین له افغانستان څخه دغه هېواد ته د ترهګرو د احمتالي نفوذ څخه سخت اندېښمن دی.