چین له امریکا متحده ایالاتونو او سویلي کوریا غوښتنه کړې ده چې د سویلي کوریا په خاوره کې د توغندي ضد شبکې له لګولو ډډه وکړي.
د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دا شبکه د بیجینګ امینیتي او ستراتیژيکې ګټې ګواښوي.
دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ مخکې له دې شمالي کوریا خپل پراخ پوځي تمرینات وکړل. سویلي کوریا ویلي وو چې د امریکا دفاعي ډال یوه برخه په دې هېواد کې لګول شوې ده.
د چین د بهرویو چارو وزارت ویاند، جنګ شوانګ وویل:"د امریکا متحده ایالاتونو او سویلي کوریا دفاعي ډال شبکې لګول په سیمه کې ستراتیژيکه انډولتیا له منځه وړي او د کوریا ټاپووزمې حالات به خراب کړي."
دې چېني چارواکي خبرداری ورکړی دی چې بیجینګ به د دې سپر پروړاندې دفاع ونکړي.
نوموړي زیاته کړې ده:"چین د امریکامتحده ایالاتونو او سویلي کوریا غوښتنه کوي چې د دې ډال لګول دې ودروي او هغه کارونه چې د چین ملي ګټې ګواښوې ترې ډډه وکړي، چین به د خپلو ګټو دفاع لپاره اړین ګامونه پورته کړي."
په همدې حال کې سویلي کوریا ټینګار کړی دی چې د دې ډال لګولو موخه یوازې دفاع ده.
د سویلي کوریا اتحاد ویاند، لي دوم هاینګ وویل:"ددفاعي شبکې لګولو موخه یوازې د شمالي کوریا هستوي پروګرام پر وړاندې یو ځواب دی."
دا په داسې حال کې ده چې په سویلي کوریا کې د امریکا دفاعي ډال پر وړاندې د دې هېواد "گیونگ سانگ" ولایت یو شمېر اوسېدونکو لاریون هم کړی دی.
دوی د دې ډال لګول د سویلي کوریا په زیان بولي.