د رپوټونو پر بنسټ، ټاکل شوې د ریال مادرېد لوبډلې ځلانده ستوري کرېسټینو رونالډو له مالیاتو څخه د تېښتې د تور د دوسیې څارنوال د اسپانیا د مالیاتو دفتر ته لامز سندونه وسپاري او په دې دلیل،شونې ده چې هغه له مالیاتو څخه د تېښتې په تور تر قانوني پلټنو لاندې راشي.
د اسپانیا رسنۍ رپوټ ورکوي چې رونالډو د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ ۱۵ مېلیونه کمه مالیه ورکړې ده.
رونالډو همدارنګه تورن شوی دی چې خپل ځینې عواید یې پټ کړي دي؛خو هغه دغه تور ردوي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسپانیا سترې محکمې، پر لیونل مسي له مالیاتو څخه د تېښتې د جرم په اړه د ۲۱ میاشتو بند او د ۲ مېلیونو او ۱۰۰ زره یورو پر ورکړې حکم کړی دی.
دا لومړی ځل دی چې د مسي له خوا داسې یو جرم ترسره کېږي او د هغه د محکومیت دوره هم له دوه کلونو څخه کمه ده او له همدې امله،د اسپانیا د قانون پر بنسټ، بند ته به ولاړ نهشي.