Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اتمر:په دې وروستیو کې ترهګر په افغانستان کې درې برابره شوي

د هېواد د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وايي چې په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ترهګرو شمېر درې برابره شوی دی.

ښاغلي اتمر چې نن پنجشنبې (د تلې پر ۲۰ مه) په کابل کې د سیمه‎ییزو حوزو او د سرحدي پولیسو د لواګانو له قومندانانو سره په یوې غونډه کې خبرې کولې، وویل چې افغان حکومت له دغو ترهګر سره په جګړه کې ګټوونکی دی.

هغه څرګنده کړه:«دولتي بنسټونه چې په دغې سیمه کې له هغوی څخه ملاتړ کوي؛ زمینه برابره شوې ترڅو په بېلابېلو نومونو بېلابېلې ترهګرې ډلې هېواد ته را دننه کړي، د ترهګرو شمېر د ۷ کلونو په پرتله چې زه ستاسو په چوپړ کې وم، نن درې برابره زیات شوی دی.»

ښاغلی اتمر د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په زیاتېدو هم اندېښنه څرګندوي او وایي چې، افغانستان له نړیوالې ټولنې غواړي ترڅو په امنیتي ادارو کې اصلاحات، له اداري فساد سره د مبارزې، د خیالي سرتېرو او همداراز د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د لوړې کچې د راټیټېدو په برخه کې ګام پورته کړي.

نوموړی ډاډ ورکوي چې، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه به تر راتلونکو څلورو کلونو پورې تجهیز شي .

ښاغلي اتمر په ډاګه کړه:«همغه ډول چې د ترهګرو په وړاندې له مېړانې او اتلولۍ سره وجنګېدئ، له ستاو غواړم همدا ټول د فساد، ظلم، غلا، لوټولو، د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو سره هم له مېړانې سره مبارزه وکړئ.»

ښاغلی اتمر په کورنیو چارو وزرات کې پر جنرالانو اداري فساد او خیالي سرتېرو په اړه نیوکه کوي او له هغوي غواړي چې د ملکي مرګ ژوبلې په مخنیوي کې لا زیاتې هڅې وکړي.

د کورنیو چارو وزارت لوړپوړی امنیتي مرستیال مراد علي مراد په دې اړه څرګنده کړه:«د تېرو شپږو میاشتو په پروګرام کې هغه څه چې تېر شول او څه نیمګړتیاوې په کې شته، هم شامل شوي دي.»

د ملي امنیت شورا سلاکار په کابل کې د جوزا په میاشت کې د اعتراضونو پرمهال د څو کسانو وژل او ټپي کېدل او د ا منیتي ځواکونو تندو غبرګون د منلو وړ نه دی.

نوموړی په هغو سیاسي خوځښتونو هم نیوکه کوي چې د یو شمېر ځوانانو له احساساتو ناوړه ګټه اخلي.

د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په امنیتي ادارو کې فساد جدي ګواښ بولي او وایي چې، اداري فساد او د خلکو ترمنځ بې اتفاقي، د هېواد پر وړاندې جدي ګواښونه دي.

شریک یي کړئ