Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اتمر: د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته حکومت مشروعیت نه لري

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند محمد حنیف اتمر وايي چې د روان لمریز کال د غبرګولي له لومړنۍ نېټې وروسته، د ملي یووالي حکومت د کار دوام نامشروع دی.

هغه وايي چې د د غبرګولي له لومړنۍ نېټې وروسته، د هغه د ټاکنیزې ډلې ( سولې او اعتدال) لومړیتوب د «سرپرسته» حکومت او یا هم «لنډمهاله» حکومت رامنځته کېدل دي.

هغه چې نن دوشنبې (د وري په ۵ مه) په بلخ کې د مارشال محمد قسیم فهیم د تلین په مراسمو کې د وینا پر مهال څرګنده کړه:«اهسته اهسته زموږ ملت یوې اجماع ته رسېږي چې د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته، د دغه حکومت د کار دوام هېڅ ډول مشروعیت نه‎لري‎. موږ د اساسي قانون پر خلاف هېڅ ډول کار نه غواړو. موږ په هېڅ ډول د واک د تشې په لټه کې نه یوو خو موږ حتما حکومت غواړو چې د سولې او ټاکنو لپاره په صداقت کار وکړي نه دا چې په خپله په یوه خنډ بدل شي؛ نو پر دې بنسټ د سرپرست او یا لنډمهاله حکومت رامنځته کول د اساسي قانون د احکامو پر بنسټ زموږ له لومړیتوبونو څخه وي، څو خپل ملت ته ډاډ ورکړو چې سوله او ټاکنې راتلوونکې دي.»

د اساسي قانون پر بنسټ د ولسمشر دنده د پنځم کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه - د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسراوي وروسته پای ته رسېږي. د افغانستان اساسي قانون همدارنګه حکم کوي چې ولسمشرۍ ټاکنې باید د ولسمشر د کار له پای ۳۰ یا ۶۰ ورځې مخکې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ټکانې چې باید د روان کال د وري په ۳۱ مه ترسره شوې وای اوس ټاکل شوې د تلې په شپږمه نېټه یعنې له پنځه میاشتني ځنډ سره ترسره شي.

ښاغلي اتمر همدارنګه د پوځيانو او ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه وویلچې په تېرو پنځو کلونو کې څه باندې ۵۰ زره پوځي او ولسي وګړي په هېواد کې وژل شوي دي او کابو ۹۸ زره تنه نور ټپيان دي.

هغه په دې اړه څرګنده کړه:«زموږ خلک سوله غواړي! که‎چېرې څوک په دې اړه شک لري، یوازې او یوازې هغو شمېرو ته چې د افغان زړه غمګینه کوي هغه ته پاملرنه وکړئ... په تېرو پنځو کلونو کې زموږ ، کابو ۵۰ زره پوځي او ملکي هېوادوال شهیدان شوي، یعنې په هر کال کې کابو لس زره تنه. په همدغو پنځو کلونو کې، کابو ۹۸ زره پوځيان او ملکیان ټپيان شوي دي... دغه د لېونتوب وضعیت او تپل شوې جګړه باید ودرول شي.»

د محمدحنیف اتمر د ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال محمدیونس قانوني په دغو مراسمو کې سوله یوه ملي اړتیا بولي او د سولې په خبرو کې خپله سره کرښه داسې بیانوي.

د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال محمد یونس قانوني هم وویل:«موږ د نظام جمهوریت او اسلامیت چې د افغانستان په اساسي قانون کې لیکل شوی په هېڅ ډول نه معامله کوو.»

د اسلامي جمعیت اجراییه ریس عطامحمدنور هم د غبرګولي له لومړۍ نېتې وروسته د ملي یووالي حکومت د کار دوام د اساسي  قانون پرخلاف او د حکومت د کار د دوام په وړاندې د مقاومت خبره کوي.

د اسلامي جمعیت اجراییه رییس عطامحمد نور په ډاګه کړه:«ولسمشر صاحب تل ویل چې د عبرګولي له لومړۍ نېټې یوه ورځ هم کار نه کوي او زما کار مشروع نه دی او اوس موږ وايوو چې موږ اجازه نه درکوو چې تاسې د غبرګولي له لومړنۍ نېټې یوه ورځ وروسته ولسمشر وئ.»

عطامحمد نور په دغو مراسمو کې خبرداری ورکوي که د بلخ د امنیه قوماندان د بدلولو په اړه د هغه او د ملي دفاع او کورنیو چارو د سرپرست وزیرانو ترمنځ هوکړه عملي نه شي هر ډول اقدام به وکړي، خو د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي پر خپل فېسبوک پاڼه په مزارشریف کې دا ناسته له وخته مخکې ټاکنیز کمپاین بولي.

 د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند محمدحنیف اتمر وايي د ملي یووالي حکومت له طالبانو سره د خبرو په وړاندې په یوه خنډ بدل شوی دی.

شریک یي کړئ