Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اجرائیه رئیس دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې تاجکستان ته تللی

اجرائيه ریاست د خبرپاڼې په خپرولو سره نن(چهارشنبې د غبرګولي۳۰مه) ویلي دي چې اجرائيه رئیس، عبدالله عبدالله د تاجکستان لومړي وزیر، قاهر رسول‎زاده په رسمي بلنه دې هېواد ته تللی دی.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې اجرائیه رئیس د «تل پاتې پراخو اوبو» تر سرلیک لاندې د نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه تلل دی.

تاکل شوې ده چې عبدالله عبدالله به د اوبو نړیوال کنفرانس په څنډه کې د تاجکستان ولسمشر، اما علي رحمان او د لومړي وزیر، رسول‎زاده سره هم وګوري.

په دې لیدنه کې به پر امنیتي، اقتصادي، ټولنیزې، فرهنګي، ترانزیت او له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې خبرې وشي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دواړه لوري به د مخابراتو او کانونو په برخه کې هوکړې لاسلیک کړي.

په دې سفر کې د اجرائيه رئیس ملتیا لوړپوړی دولتي پلاوی کوي چې د کورنیو چارو وزیر، ویس احمد برمک، بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، حکمت خلیل کرزی هم په کې شامل دي.

ټاکل شوې ده چې د دې سفر په ترڅ کې د مخابراتو او د کانونو په برخو کې د همکاریو هوکړې لاسلیک شي او همداراز ټاکل شوې د ناستې په څنډه کې له تاجکستان ولسمشر سره هم وګوري

شریک یي کړئ