د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس، عبدالله عبدالله تېره ورځ ناوخته( د تلې پر ۳مه نېټه) د سوېلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې سره لیدلي دي.
د اجراییه ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې عبدالله عبدالله له الېس ویلز سره په لیدنه کې د سولې بهیر، ټاکنو، د هېواد او سیمې پر امنیتي حالاتو خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د سولې په برخه کې د واشنګټن پر همکاریو ټينګار کړی او په ټاکلي وخت کې د ټاکنو له ترسره کولو یې ملاتړ کړی دی.
له بلخوا ښاغلي عبدالله هم د سولې خبرو لپاره د افغان حکومت چمتووالی څرګند کړی او په دې بهیر کې یې د سیمې هېوادونو د همکارۍ غوښتنه کړې.