Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اجراییه ریاست: د ولسمشر د کار دوام د حکومت د کار دوام په مانا دی

اجراییه ریاست وايي چې د ولسمشر او د هغه د مرستیالانو د کار د دوام په اړه د سترې محکمې پرېکړهو د ملي یووالي حکومت د کار د دوام په مانا دی.

سترې محکمې د ولسمشر غني او د هغه د مرستیالانو د کار دوام، د ولسمشرۍ ټاکنو  تر، ترسراوي تایید کړی دی. هغه پرېکړه چې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

په داسې حال کې چې د سترې محکمې لخوا د ولسمشر او د هغه د مرستیالانو د کاري دورې غځول، له ډول ډول غبرګونونو سره مخامخ شوي او همداراز یې د اجراییه ریاست د برخلیک په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي، اجراییه رییس د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په ناسته کې دغې موضوع ته هېڅ اشاره ونه کړه او پر نورو مسلو یې خبرې وکړې.

خو د اجراییه ریاست یو ویاند وايي د سترې محکمې لخوا د ولسمشر او د هغه د مرستیالانو د کار د دوام تاییدول د ملي یووالي حکومت د کار د دوام په مانا دي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوزون په دې اړه وویل:«تر هغې چې د ولسمشر کار دوام لري، په ورته وخت کې د اجراییه رییس هم دوام لري او تر هغې چې د اجراییه رییس کار دوام پیدا کوي، له هغه سره جوخت د ولسمشر کار هم دوام پیدا کوي.»

په وروستیو کلونو کې د اساسي قانون د ځینو مادو د تفسیر څرنګوالي په ځینو حالاتو کې بحثونه رامنځته کړي دي.

د پخوانیو حکومتونو د کار غځول او د سولې خبرې او اوس هم د اوسني حکومت د کار دوام، هغه هم په داسې وضعیت کې چې د حقوق پوهانو په باور په ډېری دغو حالاتو کې په دې مسلو کې ښکېلو لوریو د اساسي قانون مادې د ځان په ګټه تعبیر او تفسیر کړې دي.

حقوق پوه وحید فرزه‎يي وايي:«د افغانستان اساسي قانون، د اساسي قانون د متن، د موسس قوې مذاکرې او هغو تفسیرونو پر بنسټ چې مخکې د یوه قانون من حکومت د موضوع په اړه وړاندې شوي وي، د تفسیر واک ځان ته ځانګړی کوي. د هغه تفسیر په اړه چې وړاندې شوی، له بده مرغه دغه تفسیر دا شرایط نه لري او دا تفسیر له قانوني او حقوقي پلوه د منلو وړ نه شي کېدای.»

د اساسي قانون د یو شپېتمنې مادې له مخې د ولسمشر د کار دوره د پنځم کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه د ټاکنو له کېدو وروسته پای ته رسېږي.

د قانون د دغې مادې پربنسټ اوس د ولسمشر د کاري دورې پای رانږدې شوی، خو لکه څنګه چې د قانون په دغه ماده کې راغلي باید د دې دورې له پای ته رسېدو مخکې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي.

له دې مخکې د ولسمشرۍ یو شمیر نوماندانو هم په دې هکله د سترې محکمې پرېکړه سیاسي او د قانون پرخلاف بللې ده، خو ولسمشرۍ دفتر تراوسه په دې اړه هېڅ رسمي دریځ نه دی بیان کړی.

شریک یي کړئ