Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اجراییه رییس په دورځني سفر اندونیزیا ته ولاړ

د اجراییه ریاست د دفتر په یوې خبرپاڼه کې چې د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ۱۱ مه) خپره شوې راغلي چې عبدالله عبدالله د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، د اندونیزیا د ولسمشر د مرستیال په بلنه، هغه هېواد ته ولاړ.

خبرپاڼه کې همدارنګه کاږل شوي چې ټاکل شوې ده چې ښاغلی عبدالله د خپل سفر په لړ کې د علماوو له شورا، د سوداګرۍ او صنایعو خونې، د ټاکنو کمېسیون له غړو او همدارنګه د اندونیزیا له ولسمشر او د هغه له مرستیال سره به لیدنه وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي:«په دغه سفر کې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو، د هوکړو د تطبیق تعقیب او د دواړو هېوادونو ترمنځ شته هوکړې، د اړیکو پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې، په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره د اندونیزیا ونډه او په دې لړ کې د دغه هېواد له تجربو استفاده او له ترهګرۍ سره د مبارزې او افراطپالنې په اړه به بحث وشي.»

په دغه سفر کې د سوداګرۍ او صنایعو وزیر، د سولې عالي شورا مرستیال، د اقتصاد وزارت مرستیال او ځينې ملي سوداګر د هېواد د اجراییه رییس ملتیا کوي.

شریک یي کړئ