Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اداري اصلاحاتو کمېسیون د کارکوونکي پرموټر برید؛ پنځه تنه وژل شوي

نن (دوشنبې د غبرګولي په ۱۳مه)له غرمې وروسته کابل ښار د دارالامان پر سړګ د اداري اصلاحاتو کمېسیون د کارکوونکو د لېږد موټر د یوه مقناطیسي ماین ښکار شو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د دغې پېښې پخلی کوي او وايي چې دا چاودونه د یوه نښلوونکي ماین له امله وه چې مخکې له مخکې په موټر کې ځای پر ځای شوی و. 

سرچینې وايي چې دا موټر د اداري اصلاحاتو کمېسیون د کارکوونکو له خوا په کرایه نیول شوی و او په دغه کمېسیون تړوا نه لري.

ښاغلی رحیمي وايي چې دغې چاودنې مرګ ژوبله نه‎لرله خو د هغه نور جزیات به وروسته وړاندې کړو.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په نننۍ چاودنه کې د دغه کمېسیون څلور کارکوونکي شهیدان او ۱۲ تنه نور یې ټپيان شوي دي.

بلخوا د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي چې کابل کې د نننۍ چاودنې د وژل شویو شمېر پنځو تنو ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه چې په دغې پېښه کې ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه