اروپايي ټولنه وايي د ژنیو ناسته چې ټاکل شوې ده راتلونکې اوونۍ ترسره شي، د افغانستان لپاره مهم فرصت دی.
د اروپايي ټولنې د شورا د رسنیو دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دا شورا به یو ځل بیا سولې او امنیت ته د افغانستان د خلکو د رسیدو په پار خپلې ژمنې تازه کړي.
په خبرپاڼه کې له افغانستان سره د همکارۍ او پراختیا هوکړه د دوو اړخیزو اړیکو په برخه کې مهم ګام بلل شوی دی.
ټاکل شوې د افغانستان په اړه د روان کال د نومبر په ۲۷ او ۲۸ د وزیرانو په کچه نړیواله ناسته د سویس په ژنیو ښار کې ترسره شي.
اروپايي ټولنه دا ناسته د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د دوو اړخیزو ژمنو د ارزونې په پار چې په ۲۰۱۶ کال کې په بروکسل کې شوې وې، مهم بولي.