Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ازبک توکمه فرهنګیان: حکومت زموږ د کلتور پراختیا ته پام نه کوي

په بدخشان کې یو شمېر ازبک توکمه ځوانان فرهنګیان په دغه ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې غواړي چې د هغوی ژبې او فرهنګ ته پاملرنه وشي.

دوی په تعلیمي نصاب کې د ازبکي ژبې د زیاتېدو غوښتنه کوي. او همدارنګه وايي چې د دغه ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکي ازبکان دي خو لا تر اوسه ورته په ښوونځيو کې  په مورنۍ ژبه د زده کړو امکانات نه دي برابر شوي.

د قره ش بنسټ مسوول ضمیرخان په دې اړه وویل:«زموږ یه موخه دا ده چې ازبک ژبي وکړای شي خپل کلتور پراخ کړي او همدارنګه په دولتي بنسټونو کې وڼده ولري.»

په فیض اباد کې په جوړه دغه غونډه کې په حکومتي ادارو کې د ازبکانو د حضور د زیاتېدو غوښتنه هم وشوه.

د مدني ټولنې فعالې اینور ازبک هم څرګنده کړه:«ازیبک په حکومت کې هېڅ ونډه نه‎لري. هغو بنسټونو ته چې تللې یم، له ځوانانو په ځانګړې توګه مېرمنې هلته وې.»

له بلخوا دغه فرهنګیان وايي د بدخشان زیات شمېر اوسېدونکي په ازبکي ژبه خبرې کوي او باید د نوموړي ولایت په ښوونیز نصاب کې د دې ژبې د شاملولو زمینه برابره شي.

د قره ش بنسټ سټه اېښودونکي صنعت الله توران وايي:«په دې دلیل چې په ښوونیز نصاب او په معارف کې له ازبکي ژبې څه نشته؛ دا اړتیا پیدا شوه چې په ښوونیز نصاب کې ازبکي ژبه هم ځای پر ځای شي.»

د مدني ټولنې فعاله شبنم شهریار زیاتوي:«له دې چې ازبک توکمه د بدخشان ۴۰ سلنه نفوذ جوړوي او ډېر وړ ځوانان دي، خو په حکومت کې ډېره کمه ونډه لري؛ همدا ډول د مېرمنو په منځ کې هم هېڅ مېرمن نشته چې په دولتي بنسټونو کې کار وکړي.»

دغه تُرک توکمه ځوانان وايي د دې ولایت په ازبک مېشتو سیمو کې لږ پراختیايي پروژې عملي شوې او حکومت باید د بدخشان په ټولو برخو کې یو شان پراختیايي کارونه وکړي.

په بدخشان کې ازبک او ترک توکمه وګړي وايي چې د دغه ولایت زیات شمېر اوسېدونکي په ازبکي ژبه خبرې کوي او باید د نوموړي ولایت په ښوونیز نصاب کې د دې ژبې د شاملولو زمینه برابره شي.

شریک یي کړئ