Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

استازي: د ځينو ولایتونو امنیتي وضعیت ناورین رامنځته کوونکی دی

د ولسي جرګې ځينې غړي وايي چې د هېواد په ځينو ولایتونو کې امنیتي وضعیت ناورین رامنځته کوونکی دی، که‎چېرې حکومتي چارواکي له دې ډېره بې پروايي وکړي دغه ولایتونو به د طالبانو لاس ته ورشي.

د ولسي جرګې دغو غړو پرېکړه کړې ده چې د چهارشنبې په ورځ د هېواد امنیتي چارواکي د ځواب ویلو لپاره د دغې جرګې غونډې ته راوبولي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي د حکومتي مسوولینو بې پامي د ناامنیو د زیاتوالي اصلي لامل ګڼي.

د ولسي جرګې غړی الله ګل مجاهد په دې اړه وايي:«دوی هېواد د کړکېچ په لور بیايي، که د کورنیو چارو وزیر دی او که د دفاع ډاکټر صاحب اشرف غني غلط پوه‎وي چې دلته امنیت دی خو ورځ په ورځ د خلکو بچیان دلته شهیدېږي.»

د ولسي جرګې غړه شکیبا هاشمي هم څرګنده وي:«هره ورځ زموږ ځوانان شهیدان کېږي او کونډې مو زیاتېږي د افغانستان خلک باید دا جدي وګڼي.»

خو د فاریاب ولایت استازي له نورو ډېر اندېښمن دي، دوی وايي که فاریاب ته پاملرنه ونه‎شي ښايي دا ولایت ډېر ژر د طالبانو لاس ته ورشي.

په ولسي جرګه کې د فاریاب استازې رنګینه کارګره وايي:«د فاریاب په لسو ولسوالیو کې یوازې مرکزونه او هماغه قومندانۍ د دولت په لاس کې دي او بس.»

په ولسي جرګه کې د فاریاب بل استازی فتح‎الله قیصاري هم زیاتوي:«دولت د خپلو امنیه قومندانانو د اداره کولو وس نه‎لري.»

خو ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرو د ځپلو خبره کوي.

د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش وویل:«په فاریاب ولایت کې موږ ډېرې ستونزې لرلې، خو اوس ستونزې لیرې شوي او دلته د دښمن کابو پنځوس تنه ځپل شوي دي.»

له دې سره سره ټاکل شوې په راتلونکې اوونۍ کې یو ځل بیا ولسي جرګه د امنیتي ادارو مسوولین د هېواد د امنیتي وضعیت د خرابېدو په تړاو د دې جرګې عمومي غونډې ته وروغواړي خو د هېوادوالو په وینا د ولسي جرګې د غړو د پروګرام د نه لرلو له امله به دا چاره بې پایلې وي.

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړو پراختیا د ولسي جرګې دغړو اندېښنې راپارولې او د حکومتي مسوولینو بې پامي د ناامنیو د زیاتوالي اصلي لامل ګڼي.

شریک یي کړئ