د ګلبدین حکمتیار ګوند، حزب اسلامي سېشنبې ناوخته(د کب۲۲مه) د اعلامیې په خپرولو سره د ګوند درېیو غړو له ویستلو خبر ورکړ.
په اعلامیه کې راغلي ده چې هېواد کې د وروستیو پېښو ته په کتو سره د اسلامي حزب د مشري پلاوي غړي د رایو په اکثریت سره د دې ګوند غړي، عبدالهادی ارغندیوال، انجنیر محمدخان او داکتربصیر انور د ګوند له غړيتوبه بېبرخې کړل.
ښاغلی ارغندیوال د افغانستان اسلامي حزب مشر دی او پخواني ولسمشر حامد کرزي وروستي دور کې د اقتصاد وزیر وه.
انجینر محمد خان هم اوسمهال د ملي یووالي حکومت د اجرائيه رئيس، عبدالله عبدالله لومړی مرستیال دی.
د ګوند بل ویستل شوی غړی، داکټر بصیر انور اوسمهال د هېواد عدلیې وزیر دی.