Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسلام اباد به دافغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزو خبرو کوربه وي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران نن د خپلو کلنیو خبرو اترو په درېیمه غونډه کې ګډون وکړي.

دا غونډه په اسلام اباد کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح‎الدین رباني، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او همدارنګه د چنايي سیال له ګډون سره جوړېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې وايي چې په دغې غونډه کې، درې واړه لوري د سیاسي اړیکو، د افغانستان د سولې بهیر، د امنیتي او اقتصادي همکاریو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې وشي.

د دغو درې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ لومړنۍ غونډه په ۲۰۱۷ز کال کې په بېجنګ کې ترسره شوه او د هغې دویمه هغه یې بیا په کابل کې ترسره شوې وه چې په هغې کې تر ډېره د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا او له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار شوی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه