Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسلام اباد د اړیکو د ښه والي لپاره کابل ته نوې طرحه سپارلې

پاکستاني چارواکو تایید کړه چې کابل ته ددغه هیواد د پوځ لوی درستیز د کابل ــ او اسلام باد د اړیکو ښه کېدو په موخه افغان حکومته تازه طرحې سپارلې دي.

یو شمېر سرچیني تایید وي چې په دغې اوه پاڼیزې طرحې کې د ترهګرو پرضد پرګډې همکارۍ ټينګار شوی دی.

په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ په دې باور دی چې کابل ته د اسلام اباد د ملي پوځ لوی درستیز سفر د اسلام اباد او کابل د اړیکو پر ښه والي کومه نه ده لرلې.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال په دې اړه وویل:«افغانستان ته د پاکستان د لوی درستیز له سفر وروسته، کوم مثبت بدلون رامنځته نه‎شو او هیله لرم چې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه له ځان سره ښې پایلې ولري.»

له دې ټولو سره افغان حکومت وايي چې تراوسه یې له پاکستان څخه کومه طرحه نه ده ترلاسه کړې، خو د پاکستان اجرايیه ریاست تمه لري چې د افغانستان د سولې له بهیر سره صادقانه همکاري وکړي.

د اجراییه رییس لومړي رییس محمد خان په دې اړه وویل:«پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې د یوې کلۍ حیثیت لري او له پاکستان څخه زموږ تمه دا ده چې د افغانستان د سولې په برخه کې نه دا چې ډبره وا نه چوي، بلکې مهمه ونډه دې واخلي.»

د سولې عالي شورا هم د سولې په بهیر کې د پاکستان ونډه اغېزمن بولي او په هېواد کې د تاوتریخوالي پر پای ته رسېدو ټینګار کوي.

د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي څرګنده کړه:«بالاخره موږ به د جګړې د پای شاهد وو او هر څومره چې وخت نیسي، موږ هغې ورځې ته نېږدې کېدونکي یوو.»

خو د افغان حکومت د دریځ نیولو پرخلاف پاکستاني چارواکو د دغه هېواد یو شمېر رسنیو ته ویلي، چې افغان حکومته د سپارل شوې طرحې پربنسټ د افغان او پاکستان امنیتي چارواکو  لومړنۍ غونډه د تېرې اوونۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې په راولپنډۍ کې ترسره شوې ده.

په همدې اړه دغه ډلې به په ډيپلوماتیکو، پوځي، استخباراتي، اقتصادي او د کډوالو په چاروکې ګډ کار پيل  کړي.

پاکستاني سرچینو د دغه هېواد رسنیو ته ویلي دي چې د دغې طرحې، بنسټ، افغان او پاکستاني امنیتي چارواکو خپله لومړنۍ غونډه په روالپنډۍ کې ترسره کړې ده.

شریک یي کړئ