Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسماعیل خان: حکومت له طالبانو سره د سولې له اجنډا بې خبره دی

د جمعیت اسلامي ګوند یو مشرتابه غړی حکومت له طالبانو سره د سولې د اجنډا په اړه په بې خبرۍ تورن وي.

په داسې حال کې چې تمه کېږي کابو دوې اوونۍ وروسته به د سعودي عربستان په جده ښار کې له طالبانو سره د خبرو نوی پړاو ترسره شي او حکومت هم دغې ناستې ته د  یوه پلاوي د لېږلو خبره کوي خو د اسلامي جمعیت یو مشر محمد اسماعیل خان حکومت له دې بهیره بې خبره بولي.

 د هېواد یو پخوانی جهادي قوماندان او د جمعیت اسلامي ګوند مشرتابه غړی محمداسماعیل خان په دې اړه وویل:«د سولې اجنډا باید د افغانستان خلکو ته روښانه کړل شي او یا هم لږ تر لږه افغان حکومت د سولې له بهیر خبر وي نه افغان دولت او نه هم د افغانستان خلکو په دې اړه بشپړ مالومات لري.»

ښاغلی اسماعیل خان له طالبانو سره د خبرو لپاره د اسلامي جمعیت د پلاوي د جوړېدو خبر ورکوي خو په دې زیات جزییات نه ورکوي.

ښاغلي اسماعیل زیاته کړه:«جمعیت د ځینو شخصیتونو نومونه لیکلي، خو تراوسه یې هغوی په رسمي توګه معرفي کړي نه دي، ترڅو دا پروسه په رسمي توګه بشپړه شي او خبرې اترې په سمه توګه او په داسې بڼه چې طالبان مذاکرې ته حاضر شي معرفي کړي.»

له بلخوا د حکمیتار په مشرۍ حزب اسلامي له طالبانو سره د خبرو لپاره د دغه ګوند د هڅو خبر ورکوي.

د حزب اسلامي د مشرتابه شورا غړی همایون جریر وايي:«د طالبانو اسلامي تحریک په یوه مشترک حکومت کې ګډون مني موږ دا یو پرمختګ بولو، او هغوی پر یوه اوربند او لنډمهاله حکومت خبرې کوي.»

په داسې حال کې چې حکومت د جدې ناستې ته د دوولس کسیز پلاوي د لېږلو خبر ورکړی خو د طالبانو یو شمېر پخواني غړي وايي دا ډله به په جده کې له دغه پلاوي سره ونه ګوري. 

د طالبانو پخوانی غړی سیداکبرآغا څرګندوي:«له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه بحث نه دی شوی او طالبان پر دې موضوع ډېء ټینګار لري.»

طالبانو ته نږدې سرچینې وایي دا ډله د جدې لومړۍ ناستې ته هیله‎منه ده او ښايي دا ځل له زلمي خلیلزاد سره په خبرو کې پرمختګ وشي.

شریک یي کړئ