Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان بیا هم د نړۍ فاسد هېواد وبلل شو

د رڼښت نړیوال بنسټ د راپور په مخې افغانستان په څلورو فاسدو هېوادونو کې ځای لري او هېوادونه په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې د اداري فساد له پلوه اروزل شوي دي.

راپور کې افغانستان په ۱۸۰ هېوادونو کې د ۱۵ امتیازو په درلودو سره ۱۷۷ ځای لري او یوازې په دې نوملړ کې سومالیا، سوډان او سوریه مخکې دي.

سره له دې چې د راپور له مخې افغانستان د ۲۰۱۶ زیږدیز کال په پرتله زیات امتیازونه نه دي اخیستي، خو د ۲۰۱۲ زیږدیز کال راپه‎دېخوا یې ۷ امتیازونه ترلاسه کړي او لامل یې هم له فساد سره د مبارزې تګلارې دي.

افغانستان په داسې حال کې د نړۍ فاسدو هېوادونو کې څلورم ځای خپلوي چې د ملي یووالي حکومت ادعا له دې ښکارندې سره مبارزه ده.

خو افغانستان کې له فساد سره د مبارزې بهیر له نیوکو سره مخامخ دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو شمېر حقوق‎پوهان د عدلي او قضايي مرکز پر کارونو نیوکې کوي او د دې مرکز د محاکمې په ناستو کې د تورنو او اصلي مجرمینو نه حاضرېدل دي.

په دې لړ کې لویه څارنوالي له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د محکمې د پرېکړو پر عملي کېدو ټینګار کوي.

هغه لوړپوړي دولتي چارواکي چې په یو ډول په اداري فساد او له صلاحیتونو په ناوړه استفادې تورن دي، دوسيې یې له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته لېږل کېږي.

د بډو اخیستو هغه قضیې چې پنځه مېلیون ډالرو ته رسېږي او هغه اختلاس چې له لس مېلیون افغانیو زیات وي هغه هم د همدې مرکز له‎خوا څېړل کېږي.

تېره ورځ سې‎شنبې د دغه مرکز د استیناف محکمې په وروستۍ غونډه کې دوه مجرمان چې په اداري فساد تورن وو، د دغه مرکز په محکمه کې حاضر نه وو.
 
افغانستان په ۱۸۰ هېوادونو کې د ۱۵ امتیازو په درلودو سره ۱۷۷ ځای لري او یوازې په دې نوملړ کې سومالیا، سوډان او سوریه مخکې دي

شریک یي کړئ