Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان د نوي‎زېږېدلي ماشومانو لپاره د نړۍ درېیم ګواښونکی هېواد

له ماشومانو سره د ملګرو ملتونو د  ملاتړ صندوق ) یونیسف( نوی راپور چې نن(سې‎شنبې د کب پر لومړی( خپور شو ښيي چې په افغانستان کې  په هر ۲۵ ماشومانو کې یو مري.

په راپور کې ویل شوي چې له پاکستان او مرکزي افریقا نه وروسته افغانستان د نوي زېږېدلي ماشومانو لپاره د نړۍ درېیم ګواښونکی هېواد دی.

په دې راپور کې راغلي دي:«د نوي زېږدو ماشومانو پر مړینه په یوه راپور کې وویل: په نړیواله کچه، په ځانګړي ډول د نړۍ په تر ټولو بېوزلو هېوادونو کې، د نوي زېږدو ماشومانو مړینه د خطر تر کچې لوړه پاتې ده. په جاپان، آیسلینډ او سینګاپور کې زېږېدونکي ماشومان د ژوندي پاتې کېدلو لپاره غوره چانس لري په داسې حال کې چې په پاکستان، افغانستان او مرکزي افریقا جمهوریت کې نوي زېږدي ماشومان له تر ټولو ناوړه حالت سره مخ دي.»

راپور کې راغلي  چې د نړۍ په کچه په ځانګړي توګه په بېوزلو هېوادونو کې د مېندو او ماشومانو د مړېنې کچه لوړه شوې ده.

د یونیسیف اجرائیه رئیسې آغلې هینریټا اېچ فور په دې راپور کې ویلي دي:«په داسې حال کې چې د تېرې پیړۍ په څلورمه ربعه کې مونږ له پنځه کلنۍ څخه د کم عمره
ماشومانو له نیمایي زیاتو د مړینو شاهدان وو، مونږ له یوې میاشتې څخه د کم عمره ماشومانو د مړینو په پای ته رسولو کې ورته پرمختګ نه دی کړی. په داسې حال کې چې د دغو مړینو ډېری برخه د مخنیوي وړ دي، مونږ د نړۍ تر ټولو بېوزله ماشومانو ته په رسیدګۍ کې له ناکامۍ سره مخ یوو.»

په دغه راپور کې ویل شوي دي چې په نړیواله کچه په لږ عاید درلودونکو هېوادونو کې، د نوي زېږدو ماشومانو د مړینې کچه په هرو ۱۰۰۰ زېږېدنو کې ۲۷ مړینې دي. په ډېر عاید درلودونکو هېوادونو کې، نوموړې کچه په هرو ۱۰۰۰ زېږېدنو کې ۳ تنه دي. د خوندي ځایونو په پرتله له خطر څخه په ډکو ځایونو کې نوي زېږدي ماشومان ۵۰ ځله زیات د مړینې له خطر سره مخ دي.

په دغه راپور کې همدا راز یادونه شوې ده چې د زېږېدنو لپاره له خطر څخه ډک ځایونو کې له ۱۰ څخه ۸ ځایونه د افریقا په دښته کې دي، چېرې چې مېندوارې مېرمنې د بېوزلۍ، جنګ جګړو او کمزورو ادارو له امله د زېږون پر مهال ډېره لږه مرسته ترلاسه کوي. که چېرې هر هېواد تر‎ ۲۰۳۰ کال پورې د نوي زېږدو ماشومانو د مړینې کچه د لوړ عاید درلودونکو هېوادونو اوسط ته ټیټه کړي، د ۱۶ میلیونو وګړو ژوند به وژغورل شي.

په راپور کې راغلي دي چې د نوي زېږدو ماشومانو له ۸۰ سلنې څخه زیاتې مړینې له وخت څخه د مخکې زیږون، د زېږون پر مهال پیچلتیاوو یا د نمونیا او sepsis په څېر ناروغیو لامله رامنځ ته کیږي

شریک یي کړئ