Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان سره د امریکې انجینرۍ قول اردو د کال ۵۰۰ مېلیونه مرسته

د امریکې د ملي پوځ د انجینرۍ قول اردو په افغانستان کې د برېښنا د چمتووالي لپاره په سلګونه مېلیونه ډالره لګوي.

د امریکې د پوځ د دغې برخې قومندان جنرال ټاډسیمونایټ وايي چې د کال د ۵۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت په افغانستان کې پروژې پلي کوي.

دغې قول اردو دم‎ګړۍ په افغانستان کې د ۳۰۰ ډالرو په ارزښت بېلابېلې پروژې تر کار لاندې لري.

له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه د افغانستان پروان، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، خوست، هلمند، ارزګان او کندهار ولایتونو ته د برېښنا د مزي غځول د امریکا د دغې پروژې یوه برخه کڼل کېږي.

د امریکا ۸۰ پوځي اډو ته د برېښنا رسول د دغې پروژې له هغو چارو شمېرل کېږي چې همدا اوس پرې کار وران دی.

جنرال ټاډ سیمونایټ څرګنده کړه:« موږ هر کال په افغانستان کې ۵۰۰ مېلیونه ډالره بودیجه لرو اوس مهال د ۳۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت پروژې پلي کوو چې په‎کې بېلابېلې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.»

د امریکا متحده ایالتونو انجنیري قول اردو چارواکي وايي، په یوشمېر هېوادونو کې د وارداتي برېښنا په برخه کې نړیوال بنسټونه او د اسیا پراختیايي بانک هم مالي مرستې کوي.

د امریکا د ملي پوځ د انجینرۍ قول اردو غړی کوک په دې اړه وايي:« کولای شو بشپړې اسانتیاوې چې له انجینرانو نیولي د پروژې د طرحو پیلي کوو چارې مخته یوسو په افغانستان کې زموږ له خپلو ملکي کار کوونکو څخه هم غواړو چې د افغانستان په بیا رغونه کې مرسته وکړي.»

‌له دې ټولو سره، دغه قول اردو ټینګار کوي چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې خپل حضور ته به دوام ورکړي او همدارنګه د پرېکنده ملاتړ ماموریت به له دغې قومندانۍ هم ملاتړ وکړي.

 جنرال تاډ سیمونایټ زیاته کړه:«د امریکا متحده ایالات به په افغانستان کې د خپل شتون پر مهال په دغه هېواد کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي، په تېرو څو کلونو کې امریکا په امنیتي او نورو برخو کې له دغه هېواد سره مرستې کړې دي د امریکا متحده ایالاتو د انجینرۍ قول اردو په بشپړه توګه ژمنه ده چې د پرېکنده ماموریت له عملیاتو هم ملاتړ وکړي.»

د امریکا متحده ایالتونو انجینرۍ قول اردو اوس‎مهال د کجکي د برېښنا مزی د غځولو او ظرفیت لوړولو ترڅنګ د برېښنا په نورو بندونو هم کار کوي.

د امریکا متحده ایالتونو انجینري قول اردو د لومړی ځل لپاره په افغانستان کې په کال ۱۹۵۵ لمریز کال خپلې مرستې پيل کړې.

دغې قول اردو دم‎ګړۍ په افغانستان کې د ۳۰۰ ډالرو په ارزښت بېلابېلې پروژې تر کار لاندې لري. دا قول اردو اوس‎مهال د کجکي د برېښنا مزی د غځولو او ظرفیت لوړولو ترڅنګ د برېښنا په نورو بندونو هم کار کوي.

شریک یي کړئ