Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان په اړه د امریکې د تګلارې پر مخالفینو د دفاع وزارت نیوکه

ملي دفاع وزارت د افغانستان په اړه د امریکې تګلارې په وړانډې پر کورنیو مخالفانو نیوکه کوي او دا تګلاره بشپړه هغه بولي.

د ملي دفاع وزارت د پالیسۍ او تګلارې مرستیال تمیم عاصي د «هرات امنیتي خبرو اترو» په دویمه ورځ، له سیمه‎ییزو هېوادونو هم غواړي چې له دغې تګلارې ملاتړ وکړي.

هغه زیاته کړه:«ځینې مخکښ سیاستوال، د دغه کار مخالف دي. دا تر ډېره د هغوی د اندېښنو په اړه دی. که‎چېرې موږ دغو اندېښنو ته رسېدنه وکړو، زه فکر کوم چې دغه سیاستوال به هم زموږ په خوا شي.»

په کابل کې د هند پخوانی سفیر ګاتم موخو پادیایا په دې اړه وویل:«امریکا د بریا لپاره جنګېږي.لومړی د خپل امنیت لپاره؛ خو د دې لپاره هم چې د کابو ۲ زره امریکایانو قربانۍ ته درناوی شوی وي. دویمه دا چې په بیړه وتل، به تشه رامنځته کړي، چې ترهګر به هغه په بیړه ډکه کړي؛ لکه‎څرنګه چې په ۲۰۱۱ کال کې په عراق کې ترسره شول.»

په همدې حال کې ایران او پاکستان د دې تګلارې په اړه منفي غبرګون لري او دا تګلاره یو جنګي پروګرام بولي.

د ایران د سټراټېژیکو مطالعاتو د مرکز مرستیال حسین ملایک وايي:«دا تګلاره، له درې برخو جوړه شوې: لومړی برخه یې د ایران څېړنه، دویمه، د منځني اسیا د هېوادونو لپاره یو ځای ناستی پيدا کوي ترڅو پر دغو سیمو د چین او روسیې واک او نفوذ له لاسه ووځي.»

د پېښور د پوهنتون استاد جمعه خان صوفي څرګنده کړه:«د سولې لپاره سیوری نشته، دا یو پوځي او جنګي سیاست دی. دا یوه پالیسي ده چې د پنټاګون له خوا، دیکټې کېږي.»

له دې سره په ورته وخت کې چین او امریکا ډاډ ورکوي، چې  د افغانستان په مشرۍ د سولې په برخه کې به همکاري وي.

د چین د نړیوالو مطالعاتو انسټېټیوټ رییسه سوجي په ډاګه کړه:«چین تل د افغانستان یو ګاونډی او ملګری وه، او د دغه هېواد خپلواکۍ، واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري. چین حاضر دی چې د نړیوالۍ ټولنې له ټولو غړو سره په افغانستان کې د سولې ټینګښت، ټیکاو او پرمختنګ ته کار وکړي.»

د امریکا د ملي دفاع پوهنتون استاد برایان ټوډ وویل:«موږ تراوسه هم د دغې تګلارې له اداري اړخونو سره ښکېل یوو چې څه ډول کولای شو له پوځي جګړو هغې خوا په دغه هېواد کې دخیل وو. غواړم افغان مخاطبانو ته ووایم چې د امریکا پوځي تګلاره، مهمه نه ده. دا تګلاره مهمه نه ده؛ ځکه په ځلونو ټینګار شوی چې پوځي حل لاره شتون نه‎لري.»

تر دې څرګندونو وروسته، د هرات د امنیتي بحثونو ۶ مه غونډه پای ته ورسېده او د دې غونډې یو اصلي هدف، د افغانستان دولتي ځواکونو لپاره د یوې سیمه ییزې تګلارې رامنځته کول دي.

په همدې حال کې ایران او پاکستان د دې تګلارې په اړه منفي غبرګون لري او دا تګلاره یو جنګي پروګرام بولي. له دې سره په ورته وخت کې چین او امریکا ډاډ ورکوي، چې  د افغانستان په مشرۍ د سولې په برخه کې به همکاري وي.

شریک یي کړئ