Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان بایسکل ځغلونکې نجونې د سولې د نوبل جایزې لپاره بایسکیل ځغلوي

د هېواد بایسکل ځغلونکې نجونې د سولې د نوبل جایزې ته نوماندي یوه موکه بولي او له هغه څخه هرکلی کوي. دا لومړی ځل دی چې له افغانستان څخه نجونې د سولې نوبل جایزې ته نوماندېږي.

دغه نجونې په افغاني ټولنه کې له پراخو ستونزو سره مخامخ دي، له اتو کلونو راهیسې یې په دې برخه کې هڅې کړې او اوس د نړۍ په کچه د متعبرې جایزې لپاره نوماندې شوې دي.

زهرا حسیني هغه نجلۍ ده چې په بامیان کې یې بایسکیل ځغلونه کړې، که څه هم نوموړې دا د هیواد د نجونو لپاره یو لویه بریا بولي، د دې جایزې لپاره نوماند کېدل ساده کار نه ګڼي.

زهرا حسیني زیاته کړه: "شپږ سیمه‎ييزې سیالۍ مې لرلې چې د هغې دوه سیالۍ ډېرې سترې جوړې وشې وې چې له کابل او نورو ولایتونو څخه هم بایسکیل ځغلونکو ګډون کړی وه".

۱۹ کلنه معصومه له څلورو کلونو راهیسې د بایسکیل ځغلونې د ملي لوبډلې غړیتوب لري او په هېواد او بهر کې یې په لسګونو سیالیو کې په ګډون سره بریاوې ترلاسه کړې دي.او هغه دغه نوماندي له تصور څخه لیرې بولي.

د هېواد په څلورو ولایتونو کې څلور د نجونو لوبډلې د بایسکیل ځغلولو سپورت کوي.

د هېواد د بایسکیل ځغلولو فډراسیون صادق صادقي په دې اړه څرګنده کړه: "د هېواد د بایسکیل ځغلولو فډراسیون د رئیس په توګه د دغه خبر په اورېدو سره واقعاً ډېر ویاړم هغه زحمتونه دې چې دغو نجونو په دغې تړلې ټولنه کې داسې پایلې لري دي".

نوبل د نړۍ په کچه ترټولو لویه علمي او کلتوري جایزه ده چې هر کال د ساینس، ادبیاتو او سولې په برخو کې وړ کسانو ته ورکول کېږي. د دغو نجونو ترڅنګ د ایران او امریکا د بهرنیو چارو وزیران جواد ظریف او جان کېري، د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند دونالډ ترامپ، د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس او د جنسي تیري ښکار شوې عراقۍ نجلۍ نادیه مراد د ۲۰۱۶ زیږدیز کال د نوبل جایزې لپاره نوماندان دي.

د بشپړ رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:

د هېواد بایسکل ځغلونکې نجونې د سولې د نوبل جایزې ته نوماندي یوه موکه بولي او له هغه څخه هرکلی کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه