Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان حکومت د سولې خبرو د درېدو په اړه خپل دریځ اعلان کړ

له طالبانو سره د امریکا د سولې خبرو د درېدو په لړ کې، افغان حکومت نن سهار (یکشنبې د وږي په ۱۷مه) په یوې اعلامیه کې په دې اړه خپل رسمي دریځ اعلان کړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي دي، چې د افغانستان حکومت او خلک د باعزته سولې غوښتونکي دي او حکومت د سولې په اړه ټولو هڅو ته ژمن دی.

په دغې اعلامیه کې، افغان حکومت، د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو اترو د درېدو لامل د طالبانو له خوا د جګړې دوام او تاوتریخوالی ګڼي.

اعلامیه کې راغلي چې افغان حکومت تل ټينګار کړی چې واقعي سوله هغه مهال ټینګېدای شي چې طالبان افغان وژنه ودروي، او اوربند ومني او له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.

اعلامیه کې لیکل شوي چې افغان حکومت د سولې په درشل کې د خپلو متحدان له صادقانه هڅو ستاینه کوي او ژمن دی څو په راتلوونکي کې له امریکا او خپلو نورو متحدانو سره د دایمي او باعزتې سولې راوستو لپاره کار وکړي.

افغان حکومت همدارنګه ټینګار کړی چې ولسمشرۍ ټاکنې به په خپل وخت ترسره شي، او د یوه نوي ځواکمن، قانوني او مشروع حکومت له رامنځته کېدو سره د سولې بهیر به په دقت سره مخته ولاړ شي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یکشنبې پر سهار (د وږي په ۱۷مه) له طالبانو سره د دغه هېواد د سولې خبرې کابل کې د دغې ډلې له ځانمرګي برید وروسته ودرولې.

ټرمپ په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي:«کابل کې یوې چاودنې چې زموږ د یوه عالي سرتېري د وژل کېدو لامل شو او ۱۱ تنه نور ټپيان شول، ما سملاسي د سولې غونډې او مذاکرې لغوه کړې.»

هغه همدارنګه لیکلي:«یوازې بدتر شول! که‎چېرې هغوی (طالبان) د سولې په دغو مهمو خبرو کې، له اوربند سره هوکړه ونه کړي، هغوی ۱۲ تنه نور هم ووژل. نو پر دې اساس، هغوی احتمالاً د یوې مانا لرونکې هوکړې په اړه د مذاکرې ځواک نه لري. هغوی څو نورې لسیزې هم جګړې ته حاضر دي؟»

د پنجشنبې په ورځ، طالبانو له چاودېدونکو توکو څخه یوه ډک موټر ته د کابل ښار په شش درک سیمه کې چاودنه ورکړه چې په پایله کې یې د یوه امریکايي او یوه رومانیايي سرتېرو په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول او څه باندې ۴۰ تنه نور ټپيان شول.

ټرمپ زیاته کړه چې ټاکل شوې وه هغه طالبانو له مشر او همدارنګه له افغان ولسمشر سره د ډېوېډ په کمپ کې محرمانه لیدنه ولري.

شریک یي کړئ