Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان سوله؛ ابوظبۍ کې د امریکا او طالب استازو د غونډې دوام

رسنیو د سې‎شنبې په ورځ (د لیندۍ په ۲۷ مه) رپوټ ورکړی چې ابوظبۍ کې افغانستان د سولې په اړه د امریکا او طالب استازو غونډه دوام لري.

د دې ناستې توپیر دا دی چې داځل په قطر کې د طالبانو له استازو پرته د دې ډلې د مشرتابه شورا غړي هم د چنې وهلو په موخه ګډون کړی.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مسئول عباس ستانکزي په ګډون د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د پوهنې وزارت مرستیال سلام حنفي، د کورنیو چارو وزیر خیرالله خیرخواه، د پلان وزیر دین محمد حنیف، د پوځ لوی درستیز فضل او د وخت د دفاع وزارت مرستیال او کابل کې د طالبانو د شورا سرپرست هم د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي دي.

بل پلو طالبان وايي چې تېره ورځ یې د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو او پاکستان له استازو سره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بهر کېدو پر څرنګوالي او همدارنګه د افغانستان د سولې او بیارغونې په اړه په مفصله توګه غږېدلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‎الله مجاهد د امریکا غږ شبکې ته ویلي چې د دغې ډلې مرکچي پلاوي لومړنۍ خبرې اترې یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‎زاد سره لرلې او دا خبرې به د سې‎شنبې په ورځ هم دوام ولري.

په ورته وخت کې افغان حکومت وايي چې د عبدالسلام رحیمي په مشرۍ د حکومت مرکچي پلاوی د خبرو اترو د پیل لپاره چمتووالی نیولی او بوظبۍ ته رسېدلی دی.

خو طالبانو تېره ورځ له افغان حکومت استازو سره هر ډول لیدنه رد کړې ده.

له دې سره جوخت د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب چې هغه هم په ابوظبۍ کې و په خپل ټېوټر پاڼه هېواد ته د سولې راوستو په اړه خوشبیني څرګنده کړې ده.

بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل ویلي چې پاکستان له ټولو نړیوالو همکارانو او ګډونوالو سره افغانستان کې سولې او پخلاینې ته ژمن دي.

هغه هم په خپل ټېوټر پاڼه لیکلي چې هیله ده د عربي متحده اماراتو مذاکرات په افغانستان کې د وینې تویونې له بندېدو سره مرسته وکړي او په سیمه کې سوله رامنځته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د اماراتو د غونډې په اړه د امریکا غږ شبکې ته ویلي چې دا په افغانستان کې د اږود مهالې جګړې د پای لپاره د امریکا د هڅو یوه برخه ده.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«موږ د هر ډول هغو اقداماتو هرکلی کوو چې په سوېلي اسیا کې د پاکستان له خوا ترسره کېږي له هغې ډلې له طالبانو او افغان دولت او نورو افغانانو ترمنځ د مذاکرې پياوړتیا.»

هغه زیاته کړې چې ډونلډ ټرمپ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته د لیک په استولو سره ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته د امریکا او پاکستان ترمنځ پایدارې همکارۍ د رامنځته کولو لپاره اړینه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ ادارې چارواکو په دې وروستیو کې د پاکستان په اړه د امریکا دریځ سخت کړی او دغه هېواد ته د سلګونه مېلیونه ډالرو نه ورکړه، د دغه دریځ یوه برخه ده.  

طالبان وايي چې تېره ورځ یې د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو او پاکستان له استازو سره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بهر کېدو پر څرنګوالي او همدارنګه د افغانستان د سولې او بیارغونې په اړه په مفصله توګه غږېدلي دي.

شریک یي کړئ