Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان ولسمشر او مودي د افغان سولې بهیر کې د هند پر ونډې خبرې وکړې

ولسمشر اشرف غني په قرغیزستان کې د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره په لیدنه کې د افغان سولې په اړه خبرې اترې وکړې.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي په دغې لیدنه کې ښاغلي مودي وویل چې هند چمتو دی څو په دغه بهیر کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغې لیدنه کې دواړو لورو له ترهګرۍ سره د مبارزې، سیمه‎ییز نښلون، د اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو پراختیا او د افغانستان د سولې په اړه د سیمه‎ییزې اجماع په اړه بحث او د نظر ادلون بدلون وکړ.

ښاغلي غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هند د مرستو او همکارۍ ترڅنګ وویل چې عزت لرونکې سوله د افغانانو بنسټيزه غوښتنه د حکومت له مهمو مسوولیتونو او لومړیتوبونو څخه دی او سیمه‎ییز هېوادونه دې د سولې په برخه کې خپلې همکارۍ همغږي او منظمې کړي.

په دغې لیدنه کې ښاغلي مودي په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د خپل هېواد مرستو ته په اشارې سره، یوځل بیا د خپلو ښو همکاریو ډاډ ورکړ او وې ویل چې هند د افغانستان د سټراټېژیک ملګري او همکار په توګه د دغه هېواد ترڅڼګ به ولاړ وي.

هغه زیاته کړه چې هند د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بین‎الافغاني خبرو اترو ملاتړ کوي.

په ورته وخت کې ښاغلي مودي په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي:«له ښاغلي ولسمشر اشرف غني سره مې په بېشکېک کې ښه لیدنه لرله. د هند او افغانستان ترمنځ د دوستۍ اړیکو د پیاوړتیا لپاره مو خبرې اترې وکړې. هندوستان تل د افغان وګړو د سولې ملاتړ لپاره هڅې کوي.»

شریک یي کړئ